د پاکستان پوځ مشر کابل ته تللی

د انځور حقوق Pakistan Army

د پاکستان پوځ مشر جنرال راحيل شريف د يوه نا اعلان شوی سفر په ترڅ کې کابل ته رسېدلی او له افغان ولسمشر اشرف غني سره يې کتلي دي.

دغه سفر په داسې حال کې ترسره کېږي چې د افغان سولې څلور اړخيزې ډلې د اعلاميې له مخې به د افغان حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ مخامخ خبري د روانۍ مياشتې په لومړيو کې په اسلام اباد کې ترسره شي.

د پاکستان د پوځ وياند جنرال عاصم باجوه پر خپل ټوېټر پاڼه ليکلي، چې ښاغلی راحيل شريف په افغانستان کې د سولې او ثبات د پيل شوې پروژې ملاتړ کوي.

تېره اوونۍ د پاکستان د بهرنيو چارو وزرات ويلي وو چې دغه هېواد د طالبانو له ټولو ډلو سره اړيکي نيولې چې له افغان حکومت سره مخامخ خبرې وکړي.

طالبانو تراوسه د کابل د غونډې په اړه او يا هم د مخامخ خبرو په اړه څه نه دي ويلي.

د پاکستان د پوځ وياند وايي د دغه هېواد د پوځ مشر د تاجکستان له سفره وروسته په کابل کې د نړيوالو ځواکونو د نوي مشر د پېژندلو په مراسمو کې په کابل کې ګډون کړی دی.

په دغو مراسمو کې جان ميک نيکلسن په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو د نوي قومندان په توګه ټاکل شوی. تر دې وړاندې جنرال کمبل پر دغه دنده بوخت و.

د پاکستان د پوځ په وينا، جنرال راحيل شريف په کابل کې د لیدنې پر مهال د سيمې د امنیت په اړه، د پولو د څار او له پوځي عملياتو وروسته له پاکستان څخه افغانستان ته د ترهګرو د تښتې په اړه خبرې کړې دي.

نوموړي همدا ډول ويلي چې د سولې په اړه د څلور اړخيزې ډلې هڅې به پر مخ يوړل شي او له دغې پروسې يې ملاتړ اعلان کړی.

د افغان سولې په تړاو د څلور اړخيزې غونډې په ترڅ کې د طالبانو له بېلابېلو ډلو غوښتل شوي چې له افغان حکومت سره د مخامخ خبرو لپاره خپل استازي معرفي کړي.

دغه څلور اړخيزه ډله چې په هغو کې چين، پاکستان، امريکا او افغانستان شامل دي، وايي هيله من دي چې د روانې مياشتې په لومړۍ اوونۍ کې د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د سولې مخامخ خبرې پيل شي.

ورته مطالب