ګیلاني: له طالبانو سره د مخامخ خبرو پر نېټې نه یم خبر

ګیلاني
Image caption ښاغلي ګیلاني وویل، غواړي له ټولو مخالفو لورو سره خبرې وکړي او د لانجې د حل لپاره یوه سمه لار ومومي.

د افغانستان د سولې د عالي شورا نوی مشر پیر سید احمد ګیلاني وايي له طالبانو سره د مخامخ خبرو د نېټې په اړه ناخبره دی. نوموړي له بي بي سي سره په ځانګړې مرکې کې وویل، د مخامخ خبرو پر دقیقې نېټې نه دی خبر، خو چمتووالی ورته لري.

د افغانستان د سولې د عالي شورا نوی مشر پیر سید احمد ګیلاني وايي، د طالبانو ډیری مشران له ده سره پېژني او دا کار کولای شي چې د سولې په بهیر کې اغېزناکه مرسته وکړي.

وړاندې، د پاکستان د لومړي وزیر ، نواز شريف، سلاکار سرتاج عزیز ویلي و، له طالبانو سره د سولې مخامخ خبرې به د مارچ میاشتې په لومړۍ اونۍ کې پيل شي.

ښاغلي ګیلاني چې تازه پر دغه دنده ګمارل شوی زیاتوي چې لا هم د سولې پر شورا د مرسته کوونکو هېوادونو بندي شوې مرستې نه دي پیل شوې، خو وايي هیله یې دا ده چې نړیوال به دا مرستې بېرته پیل کړي.

ښاغلي گيلاني چې زموږ همکار حفیظ الله معروف سره يې ځانگړې مرکې کې خبرې کولې وويل" هیله یې دا ده چې په طالبانو کې دومره پوهه شته چې سوله کې خپلې ګټې وسنجوي".

ښاغلي ګیلاني وویل، غواړي له ټولو مخالفو لورو سره خبرې وکړي او د لانجې د حل لپاره یوه سمه لار ومومي.

د سولې د عالي شورا نوي مشر وویل: ''ډېری طالبان له موږ سره اړیکي او یا فکري تړاو لري، چې په دې سره زموږ کار ډېره اسانه کېږي او هغوی تر نورو پر موږ ډېر باور کوي''.

پیر سید احمد ګیلاني وايي، د طالبانو له ټولو ډلو سره د ده اړیکي ښه دي، خو نوموړي ددې پوښتنې په ځوابولو کې په څنګ تېر شو، چې آیا په څومره وخت کې به له طالبانو سره د سولې او جوړجاړي پرسر هوکړې ته ورسېږي.

ورته مطالب