'ناامني، د افغان ښځینه خبریالانو پر وړاندې لویه ننګونه ده'

د انځور حقوق AFP

په افغانستان کې ښځینه خبریالانې وايي، ناامني، لږ امکانات او جنسیتي خنډونه د ښځینه خبریالانو د کار پر وړاندې لوی لاملونه دي. کابل کې له ولایتونو لسګونه ښځینه خبریالانې راغونډې شوې چې ددغو ستونزو د حل لپاره یوه لاره ولټوي.

د افغانستان له ۳۱ ولایتونو څخه را بلل شوې ښځینه خبریالانو ډېری ګډې ستونزې درلودې. د دوی په وینا له نا امنیو سره سره دوی په ډیرو کمو امکاناتو سره کار کوي.

د افغان ښځینه خبریالانو غږ ټولنې یوې غړې نظیرې بابري بي بي سي ته وویل، چې د یاد شویو ستونزو له کبله له ۳۴ ولایتونو څخه درې ولایتونو ارزګان، نورستان او پکتیکا کې له سره ښځینه خبریالانې نه شته.

میرمن بابري وايي، په ځینو سیمو کې ان خبریالانې په مستعارو نومونو کار کوي. له کندهار نه راغلې خبریالې طیبې نوري وویل، چې دوی ډیر کم امکانات لري او وايي کله نا کله ورته ګواښونه هم کېږي.

په دغه کنفرانس کې د ستونزو تر څنګ د ښځینو خبریالانو د لاسته راوړنو یادونه هم وشوه، چې د بېلګې په توګه په هرات کې د ښځینه خبریالانو شتوالی وايي ۲۵ سلنه زیات شوی دی.

د کنفرانس ګډونوالو په خبره د دوی ظرفیت او وړتیا هم ښه شوي او د خلکو نظر هم په رسنیو کې د کار کوونکو مېرمنو په اړه ښه شوی دی.

د دغه کنفرانس په راتلونکو دوو ورځو کې به د ستونزو حل لارو په اړه به هم خبرې وشي.

ورته مطالب