له افغان حکومت سره د طالبانو د سولې مخامخ خبرې وځنډېدې

طالبانو ویلي، له افغان دولت سره د سولې خبرو ته خپل استازي نه استوي
Image caption طالبانو ویلي، له افغان دولت سره د سولې خبرو ته خپل استازي نه استوي

د افغانستان د ملي یووالي حکومت ځینې چارواکي وايي له طالبانو سره مخامخ خبرې د دوو اونیو لپاره وځنډول شوې.

وړاندې طالبانو ویلي وو، چې له افغان حکومت سره د سولې په تړاو خبرو ته چمتو نه دي.

په پام کې وه، چې له طالبانو سره د سولې په تړاو د څلورم پړاو خبرې د پاکستان اسلام آباد کې د روانې مارچ میاشتې په لومړۍ اونۍ کې پیل شي.

د ملي یووالي حکومت د اجرائیه ریاست ویاند جاوید فیصل بي بي سي ته وویل، حکومت خبرو ته بشپړ چمتووالی درلود، خو دا بهیر به لږ وروسته پیل شي.

هغه ټینګار وکړ، چې د څلور اړخیزې ډلې هڅې دا دي چې له طالبانو سره د افغان حکومت مخامخ خبرې ژر پیل شي.

د سولې د خبرو ځنډېدو خبر داسې مهال خپرېږي، چې وړمه ورځ طالبانو اعلان وکړ، له افغان دولت سره د مخامخ خبرو لپاره خپل استازي نه استوي.

دغې ډلې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل، تر هغو پورې چې د دوی شرطونه ونه منل شي، "خبرې هېڅ ګټه نه لري".

د طالبانو د یوه ویاند ذبیح الله مجاهد له آدرسه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي وو، په دغه خبرپاڼه کې راغلي دي، لکه څنګه چې د پګواش په غونډه کې وويل شول، تر هغه چې له افغانستان څخه بهرني پوځيان نه وي وتلي، له تورو لستونو د دوی د مشرانو نومونه نه وي ايستل شوي، بنديان نه وي ازاد شوي دا خبرې به "بې مفهومه او تېر ايستونکې" وي.

وړاندې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو له طالبانو غوښتي وو چې له جګړې لاس واخلي او له افغان دولت سره د سولې مخامخ خبرو ته کیني.

په خبرپاڼه کې دا هم راغلي وو، که چېرې طالبان جګړې ته دوام ورکول غواړي، نو د افغان ځواکونو او د هغوی د نړیوالو ملګرو له ګډ غبرګون سره به مخامخ شي.

ورته مطالب