د افغانستان حکومت غواړي دولتي ادارې د کابل دارالامان ته ولېږدوي

Image caption د افغانستان حکومت غواړي چې د کابل ښار په لویدیځه څنډه کې د درالامان تخریب شوې ماڼۍ ورغوي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي، باید ډېرې دولتي ادارې د کابل ښار لویدیځې څنډې دارالامان ته ولېږدول شي او په سیمه کې شته ماڼۍ په ځانګړې ډول دارالامان باید بیا ورغول شي ترڅو د امان الله خان مفکوره په حقیقت واوړي.

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ لخوا په خپره شوې خبرپانه کې چې نن یکشنبې (حوت/ کب ۱۶مه) رسنیو ته لېږل شوی، ښاغلي غني تېره شپه د کابل ښار دارالامان سیمې پروژې د پیل لپاره غونډه ترسره کړې ده.

هغه دارالامان ته د دولتي ادارو نه لېږدول کېدل د افغانستان د تاریخ نه بشپړ شوی فصل یاد کړی او ویلي یې دي چې دا پروژه له هره پلوه د افغانستان له مالي، فرهنګي او ټولنیزو شرایطو سره مطابقت ولري، ودانیزې چارې یې اولویت بندي شي او د دارالامان له ماڼۍ دې پیل شي.

نوموړي هغې ډلې ته چې ددې پروژې پر طرحه او پلې کولو کار کوي ویلي، باید ددې طرحې د کارګرانو او نورو کارکوونکو د ظرفیت لوړولو په برخه کې پانګونه وشي.

ښاغلي غني ویلي، ددې پروژې لپاره باید په لومړي پړاو کې له دولتي ځمکو ګټه پورته شي او په بل پړاو کې نورې ځمکې استملاک شي.

هغه دا یوه ملي طرحه بللې او ویلي یې دي چې پردې سربېره چې د دارالامان پروژه یوه بنسټیزه اړتیا ده، د امان الله خان نظر هم دی چې د هغې په پلې کېدو سره نه یواځې زموږ د تاریخ ناتکمیل شوی فصل بشپړېږي، بلکې د کار زمینه هم برابروي.

امان الله د خپل پلار تر وژل کېدو وروسته د ۱۹۱۹ کال په فبروري میاشت کې پاچا شو. هغه د پاچاهۍ له لومړۍ ورځې خلکو سره د اصلاحاتو ژمنه کړې وه.

ورته مطالب