د افغانستان رسنیو قانون کې "پرېس کلب" تعریف نه لري

Image caption افغانستان کې پرېس کلبونو ته د "خبریالۍ زده کړې مرکز" په نوم د فعالیت جواز ورکول کېږي.

د افغانستان په پلازمېنه کابل کې لسګونه پرس کلبونه په داسې حال کې فعالیت کوي چې ددې هېواد د رسنیو په قانون کې ورته کوم ځانګړی حقوقي تعریف نشته. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دغو بنسټونو ته د "خبریالۍ زده کړې مرکز" په نوم د فعالیت جواز ورکوي.

د رسنیو په برخه کې فعال بنسټونه وایي، اړتیا ده چې ددې نیمګړتیا د رفع کېدو لپاره د افغانستان د رسنیو قانون تعدیل شي.

د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت د نشراتو رییسه نجیبه مرام وايي، دوی له ۱۳۸۵ کال راهیسې په کابل ۳۱ او په ولایتونو کې ۱۷ جوازونه وېشلي دي.

آغلې مرام وایي، دا چې د رسنیو په نافذ قانون کې د پرېس کلب په اړه په ځانګړې توګه څه نه دي ویل شوي، نو دوی هم اړ دي دغو بنسټونو ته "د خبریالۍ زده کړې مرکز" په نوم د فعالیت جواز ورکړي.

Image caption آغلې مرام وایي د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له ۱۳۸۵ کال راهیسې په کابل ۳۱ او په ولایتونو کې ۱۷ پرېس کلبونو ته جواز ورکړی دی.

خو د رسنیو په برخه کې فعال بنسټونه وايي، له حقوقي اړخه د پریس کلب و او "خبریالۍ زده کړې مرکز" ډېر توپیر لري او اړتیا ده چې د افغانستان د رسنیو پرقانون بیا کتنه وشي.

د افغانستان له ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې (نی) مشر صدیق الله توحیدي، وایي، که څه هم دغه قانون وړاندې هم تعدیل شوی، خو دا نیمګړتیا لا هم پرځای پاتې ده.

"له بده مرغه په افغانستان کې د رسنیو په قانون کې د پریس کلبونو تعریف مشخص نه دی. تر اوسه پورې د رسنیو قانون پنځه ځله تعدیل شوی، خو بیا هم تعدیل ته اړتیا لري."

پریس کلبونه څنګه چلېږي؟

پریس کلبونه په ټوله نړۍ کې د ژورنالیستانو د راټولېدو، د افکارو، نظرونو، معلوماتو او تجربو د شریکېدو او اړیکو د پراختیا ځایونه بلل کېږي.

په نورو هېوادونو کې معمولا ملي او نړیوال پرېس کلبونه شته چې حکومتونه یې یوازې معنوي ملاتړ کوي او لګښتونه یې د خبریالانو د غړیتوب له ونډې پوره کېږي.

د کابل ښار په کارته سه سیمه کې کابل پریس کلب یو له هغو ځایونو دی چې د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت ورته د خبریالۍ زده کړې مرکز په نوم جواز ورکړی، خو کار د پریس کلب کوي.

دا پریس کلب د ویډیو خپرونو د تولید ځای او اړین وسایل لري او د غږ ثبتونې دوه کوچني سټوډیوګانې، انټرنټ او په څو پایو کمپیوټر سمبال دی.

Image caption طوبا احمدي وایي، پرېس کلبونه د نویو خبریالانو لپاره د وړتیاوو لوړولو ښه فرصت برابروي.

کابل پریس کلب ته د راتلونکو کسانو په ډله کې له تجربه لرونکو ژورنالیستانو نیولي د ژورنالیزم د ډګر تر محصلینو ټول راځي.

د ژورنالیزم پوهنځي یوې محصلې طوبا احمدي چې د تجربې خپلولو او عملي کارونو لپاره له ملګرو سره کابل پرېس کلب ته راځي، بي بي سي ته وویل، "دلته بهرني او کورني خبریالان وي چې د خپل وړتیاوو د لوړولو لپاره ښه فرصت دی."

په نوره نړۍ کې پریس کلبونه خورا زیاتې اسانتیاوې لري، خو د کابل پریس کلب چلوونکی عزیز احمد تسل وایي، دوی یواځې خبریالانو ته د کمپیوټر، انټرنټ او نورې لومړنۍ اسانتیاوې برابرې کړې دي، "ترڅو خبري موضوعات پیدا کړي، خپلې اړیکې پراخې کړي او د خبر لیکنې وړتیاوې یي لوړې شي."

په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره پریس کلب په ۲۰۰۳ کال کې په هرات ولایت کې د بې پولو ژورنالیستانو د ټولنې لخوا رامنځته شو. دا پریس کلب ایینه نومېده او شاوخوا ۱۰۰ کورنیو او بهرنیو خبریالانو یې غړیتوب در لود.

اوس چې له هغه وخته تر لسو ډېر کلونه تېرشوي، خو لا هم د پریس کلب د فعالیتونو په اړه حتی د مسوولو چارواکو او خبریالانو تر منځ عامه پوهاوی کم دی.