غني: د امنیتي ځواکونو سمبالښت ته به 'هر ور وټکوم'

د انځور حقوق ARG
Image caption په کابل کې له پوځي پوهنتون نه شاوخوا ۵۵۰ افسران فارغ شول.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وايي د افغان امنیتي ځواکونو د سمبالولو لپاره به هر ور وټکوي.

ښاغلي غني کابل کې د پوځي پوهنتون د فراغت په مراسمو کې یوځل بیا له طالبانو وغوښتل چې له ترهګرو ډلو ځانونه جلا کړي.

ولسمشر غني له افغان امنیتي بنسټونو د اټکل شوي ناوړه وضعیت لپاره د چمتو کېدو غوښتنه هم وکړه.

په کابل کې له پوځي پوهنتون نه شاوخوا ۵۵۰ افسران فارغ شول.

د افغانستان ولسمشر د هېواد د وسله والو ځواکونو د سمبالولو لپاره داسې مهال هڅې پیل کړې، چې روسیې په وروستیو کې له افغان ځواکونو سره د ۱۰ زره کلاشنیکوفونو مرسته وکړه او چین هم د مرستې ژمنه کړې ده.

وړاندې، ناټو او امریکا د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو اصلي ملاتړي ګڼل کېدل او افغان دولت څو ځلې ویلي چې ځواکونه به یې د ناټو له معیار سره سم سمبال شي.

د انځور حقوق ARG
Image caption د افغانستان ولسمشر وايي، پر خپلو امنیتي ځواکونو ویاړي، خو د یوه ناوړه وضعیت لپاره باید پوره چمتووالی ولري

په دغو مراسمو کې د ولسمشر د خبرو ډېر تمرکز د هېواد د امنیتي ځواکونو د سمبالولو پر چارې ورټولې وې.

ولسمشر وویل، د امنیتي ځواکونو د تجهیزاتو چمتو کولو لپاره به هر ور وټکوي:

"د افغانستان د هوايي او امنیتي ځواکونو د ګټې او ستاسې د سمبالښت او روزنې لپاره به هر ور وټکوم".

ښاغلي غني په افغانستان کې د سولې پرمختګ ته په اشارې سره له طالبانو وغوښتل، چې له ترهګرو ډلو ځانونه جلا کړي، خو خبرداری یې ورکړ چې د دولت پرضد جنګېدونکي کسان به وځپل شي:

د انځور حقوق ARG
Image caption ښاغلي غني ټینګار وکړ چې په پوځ کې د مور میرې چلند ځای نه لري

"القاعدې! دلته دې کور ورانېږي، داعشه! دلته ختمېږې. د سیمې ترهګرو! دلته هېڅ ځای نه لرئ. طالبانو ته مې پیغام دا دی، که افغانان یاست، نو له ترهګرو ډلو ځانونه جلا کړئ او د خپل ملت غېږې ته راشئ".

د افغانستان ولسمشر وايي، پر خپلو امنیتي ځواکونو ویاړي، خو د یوه ناوړه وضعیت لپاره باید پوره چمتووالی ونیسي:

"زما، او د دفاع وزارت او نورو ټولو امنیتي ارګانونو مسؤولیت دا دی چې تر ټولو ناوړه وضعیت لپاره چمتووالی ولرو او د غوره حالت هیله ولرو".

نوموړي نویو فارغو شویو کسانو ته ډاډ ورکړ، چې پوځ کې د مور او مېرې چلند ځای نه لري، او افغان افسرانو ته ډېر داسې فرصتونه شته چې سالمه ګټه ترې واخلي.

د انځور حقوق ARG
Image caption د فراغت دغو مراسمو ته ګڼ افغان امنیتي او ملکي چارواکي ورغلي وو

ولسمشر غني وویل: "د اردو او خلکو ترمنځ اړیکې ډېرې سره نژدې دي، ځکه نن تاسې یوازې د وسلو کارول نه دي زده کړي، بلکې له ولس سره د اړیکو ساتلو زده کړې مو هم کړې او د خلکو د زړونو ګټلو لپاره چې هر ګام اخلئ، د دولت د ټینګښت لامل ګرځي".

ورته مطالب