"د بندي د شکنجې ويډيو پخوانۍ ده، عاملين يې محاکمه شوي"

د انځور حقوق socialmedia
Image caption افغان حکومت وايي دغه پېښه دوه کاله وړاندې رامنځ ته شوې او عاملين يې محاکمه شوي دي

افغان حکومت وايي هغه ويډيو چې په کې په ظاهره د طالبانو غړى د پوليسو د يوه چارواکي له خوا شکنجه کېږي دوه کاله پخوانۍ او د کورنېو چارو وزارت په وينا عاملين يې محاکمه شوي دي.

دغه ویډیو چې په خواله رسنیو کې لاس په لاس کېږي، ښيي چې پولیسو د طالبانو یو غړی نیولی او سره له دې چې هغه شکنجه کوي، په یوې رسۍ یې له موټر سره تړي او پر سړک یې کشوي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نجیب دانش بي بي سي ته ویلي "هغه پولیس سرتېري نیول شوي چې د طالبانو یو غړی یې شکنجه کړی و".

دې ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې د پولیسو پر وړاندې د گڼو خلکو غبرګونونه پارولي.

چارواکو د دې ویډیو ریښتینولي د تایید پر مهال وويل دا پېښه د کندهار په میوند ولسوالۍ کې د حاجي عزیز کمپ سیمه کې رامنځته شوې وه او عاملین یې وړاندې محاکمه شوي دي.

ښاغلي دانش دا پېښه هېښوونکې وبلله او ویې ویل چې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت رهبري یې ډېره خواشینې کړې.

ده وویل د افغانستان دولت ټولو بشري قوانینو ته ژمن دی.

دې پېښې د يو شمېر افغان امنيتي ځواکونو د مسلکي نېمگړتياو په اړه يو ځل بيا پوښتنې راپورته کړې دي.

د افغانستان بشري حقونو خپلواک کمیسیون د دې ويډيو راښکاره کېدو وروسته يو ځل بيا د جگړې د بېلابېلو ښکېلو خواو غوښتي چې د بنديانو سره له ناسم چلن ډډه وکړي او بشري حقونو ته يې درناوى ولري.

د دغه کمېسيون وياند، رفیع الله بېدار وايي "د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په ورته پېښو په ځانګړې توګه دغې پېښې په اړه وايي ولسي وګړي او هغه کسان چې نیول کیږي، یا خپله تسلمېږي او یا هم په ټپي حالت کې د ښکېلو خواوو یوه لاس ته ورځي، نو دواړه خواوې باید له دغو کسانو سره انساني چلند وکړي.

په تېره بیا هغه کسان چې په نظام کې شامل دي، هغوی باید د جګړې قوانین یا د جینوا کنواسیونونه چې افغان دولت لاسلیک کړي درناوی ورته وکړي".

افغان حکومت څو څو ځله د پولیسو په ګډون د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د اصلاحاتو خبرې کړي، خو دغه سمونونه د امنیتي اورګانونه له ګڼو ننګونو سره مخ دي.

ورته مطالب