"د سولې شورا د مشر خبرې ناسمې خپرې شوې دي"

د افغانستان د سولې عالي شورا ویلي، ددې بنسټ د رییس وروستیو څرگندونو "له واقعیته لرې انعکاس" موندلی دی.

رسنیو ته د سولې عالي شورا لخوا په لېږل شوې خبرپاڼه کې، کومو خبرو اترو یا مشخصې موضوع ته چې ددې شورا په خبره له واقعیته لرې انعکاس یې موندلی، اشاره نه ده شوى.

د افغانستان د سولې شورا رییس سید احمد ګېلاني له بي بي سي سره په ځانګړې مرکه کې ویلي وو چې ده له طالبانو سره جګړه "ګټوره او جایزه" نه بلله او طالبانو ته یې هم په کراتو توصیه کړې وه چې له جګړې لاس واخلي.

په دې مرکه کې د ښاغلي ګېلاني اشاره په ۹۰ مه لسیزه کې د طالبانو جګړو ته وه چې د ځېنو جهادي ډلو پروړاندې جنګېدل، خو ښاغلي ګېلاني د هغوی پروړاندې جګړه "جایزه او ګټوره" نه بلله.

په خبرپاڼه کې ویل شوي: "کوم مطالب چې د هغه د خبرو په تړاو خپاره شوي، له واقعیته لرې دي او له اصل مرکې سره سمون نه لري."

د ښاغلي ګېلاني خبرو افغانستان کې یو شمېر غبرګونونو راوپارولي وو.

دوه ورځې وړاندې د افغانستان حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله د ولسمشرۍ د پخواني مرستیال مارشال محمد قسیم فهیم په کلیزه کې د وینا پرمهال ويلي و، "که څوک د دولت له تریبیون څخه اعلان وکړي چې طالبانو سره جګړه روا نه ده، خپل مشروعیت، او موقف له لاسه ورکوي."

د ملي یووالي حکومت اجراییه رییس زیاته کړې وه ، "نه غواړي ددې موضوع جزییاتو ته لاړ شي، خو د افغانستان خلک پوهېږي چې دی د څه په اړه غږېږي".

هغه د چا نوم نه و اخيستى، خو داسې ښکاري چې اشاره یې د افغانستان د سولې عالي شورا د نوي مشر سید احمد ګېلاني خبرو ته وه.

ښاغلی ګېلاني په دې وروستیو کې د ولسمشر محمد اشرف غني لخوا د سولې عالي شورا د مشر په توګه وټاکل شو.

ورته مطالب