هلمند کې د طالبانو اوږد ډله ییز برید پای ته ورسېد

په برید کې ویشتل شوې ودانۍ د انځور حقوق EPA
Image caption په برید کې ویشتل شوې ودانۍ

د افغانستان سوېلي هلمند ولایت اوپراتیفي مشر جنرال عبدالجبار قهرمان بي بي سي ته وویل، په دې ولایت کې پر ځینو حکومتي بنسټونو له تېرو درو ورځو راهیسې د طالبانو هغه ډله ییز برید تېره شپه پای ته ورسېد، چې شاوخوا لسو ځانمرګو برید کوونکو پکې ګډون درلود.

نوموړي وویل، په برید کې د دوی څلور پولیس او د ملي اردو یو سرتېری هم وژل شوي دي او ۱۲ نور سربېرن ټپیان شوي دي.

ښاغلي قهرمان وویل، وروستی برید کوونکی تېره شپه وویشتل شو، چې په وینا یې تقریباً په دې برید کې اتو – نهو ځانمرګو برید کوونکو ګډون درلود.

نوموړی وايي، برید کوونکي په وسلو سمبال و، چې د دغه اوږده برید په پای کې افغان امنیتي ځواکونو لس میله وسلې هم ونیولې.

جنرال قهرمان وايي، د برید کوونکو له وسلو ښکاري چې لس میله وسلې وې او دوی هم شاید لس کسان وو، خو وايي اوس یې د هغو رپوټونو په اړه څېړنې روانې دي، چې ویل کېږي تېره شپه یوه برید کوونکي له تیارې نه په ګټې اخیستو پښې سپکې کړې دي.

برید کوونکي حکومتي بنسټونو ته څېرمه یوې څو پوړیزه ودانۍ ته ختلي وو له هغه ځایه یې له افغان امنیتي ځواکونو سره جګړه کوله.

د انځور حقوق EPA
Image caption برید کوونکي حکومتي بنسټونو ته څېرمه یوې پنځه پوړیزې ودانۍ ته ختلي وو او له هغه ځایه یې جګړه کوه.

جنرال قهرمان بي بي سي ته وویل، برید کوونکو د ودانۍ په یوه پوړ کې اوسېدونکې کورنۍ ته ویلي وو، چې ژر ووځي، همدا وو چې کورنۍ ترې وتلې وه او دوی یې لوړو پوړونو ته وختل او له هغه ځایه یې جګړه پیل کړه.

څه موده وړاندې د هلمند ولایت قول اردو ته د افغان امنیتي ځواکونو سلامشورې او تسلیحاتي مرستو لپاره ولاړل، خو د هلمند چارواکي وايي، دوی ته یې کره شمېر معلوم نه دی.

د انځور حقوق AFP

ورته مطالب