یوې پېغلې 'کندهار' اونیزې چاپولو ته ملا وتړله

د انځور حقوق

د افغانستان په سوېل کې یوې پېغلې د "کندهار" نومې اونیزې چاپ ته ملا وتړله. تر اوسه ددغې علمي او کلتوري اونیزې ایله ۳ ګڼې چاپ شوي چې تود هرکلی یې شوی دی.

د اونیزې بنسټګرې فرهنګپالې مینې انتظار هیله ښوولې چې اونیزه به د نورو تېرو چاپي خپرونو په څېر ژر نه درېږي،او اوږد عمر به کوي.

په کابل کې زموږ همکار مصطفی سالک د اغلې انتظار دې کلتوري هڅې ته داسې کتنه کړې ده.

کندهار هغه ولایت چې د مطبوعاتو رنګینه مخینه لري، خو اوس داسې مهال دی چې ددغه تاریخي ولایت په فضا کې د کلتور د راګونو پر ځای د نا امنۍ تور سیوري ویرونکې څیرې جوړوي، خو بیا هم یو کلتوري نوښت وشو هغه هم د یوې شاعرې نجلۍ له خوا چې مینه انتظار نومیږي، اغلې انتظار راته وویل د نوي فرهنګي ګام موخه یې د ذهنونو جوړول او فکرونه روزل دي:

"د کندهار اونیزې له تاسیس نه مې لوی هدف، د خپلو خلکو ذهنونه جوړول او فکرونه روزل دي، چې زموږ ټولنه له نوې نړۍ سره متوازنه روانه شي".

اغلې انتظار که د اونیزې د منځپانګې پر اړه راته ووايي؟

"د کندهار اونیزې عمومي محتوا فرهنګي او ټولنیز مسائل دي، له سیاست نه ډېره لیرې ده، داسې هم نه، خلکو ته وچه کلکه ښوونه او روزنه ورکړو. ترڅنګ یې خلکو ته سالمه تفریح هم ورکوي. کندهار اونیزه ښځو ته ځانګړې نه ده، خو له پامه مو هم نه دي پکې ایستلې".

رسنیز انقلاب

په سوېل کې د کندهار اونیزې تود هرکلی شوی دی، او مطبوعاتي کارپوهانو ستایلې ده. په یاد شوي ولایت کې د هېواد رسنیز ګروپ غړی او کلتوري فعال صدیق الله خلیق په کندهار کې د دغې اونیزې راوتلو ته د یو رسنیز انقلاب نوم ورکوي:

"دا په رسنیو کې، په تېره بیا په چاپي رسنیو کې یو انقلاب او مثبت بدلون دی، لومړۍ ګڼه مې یې ولوسته، ډېرې هیله بښونکې مسلې یې چاپ کړې وې. دا هغه باور غښتلی کوي چې د بیان آزادي خپلو منل شویو چوکاټونو ته نژدې شوې ده".

تیرې یوې نیمې لسیزې وښووله چې چاپي مطبوعات زر مړاوې کیدونکي ګلونه دي ګڼو چاپي رسنیو پروژيي بڼه درلوده چې په ختمېدو سره یې رسنۍ هم تړل شوي.

خو اغلې انتظار وايي چې کندهار اونیزه پروژه نه ده بلکې د ملي سوداګرو او نورو فرهنګپالو دوستانو په مرسته یې پیل کړې او هیله لري چې بیا به یې هم یوازې نه پرېږدي:

"لومړی چې مې چې اونیزه پیلوله، لومړني لګښتونه یې ډېر وو، خو په دې برخه کې وړاندې ځینو ملګرو ژمنې راسره کړې وې چې په هره برخه کې به همکاري راسره کوي، او د کندهار سوداګرو هم مرسته راسره ورکړه".

د انځور حقوق

سربیره پر کندهار اونیزه په یاد شوي ولایت کې دریو نویو ازادو راډیوګانو هم خپل فعالیت پیل کړی دی.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د رسنیو بازار مخ په سړیدو انګیرل کیږي،په کندهار کې ددغو رسنیو رامخې ته کیدو یو شمیر خلکو ته دا هیله پیدا کړی چې رسنیزې لاس ته راوړنې خوندي کېدی شي، بلکې په دې ډګر کې نور پرمختګ هم شونې بریښي.

ورته مطالب