ملي امنیت: د تخار ولایت پر مقام د ځانمرګي برید مخه نیول شوې

د انځور حقوق NDS

افغانستان څارګره اداره ملي امنیت عمومي ریاست وایي، د افغانستان په شمالي ولایت تخار کې یې یو ځانمرګی له خپلو اوو ملګرو سره نیولی دی چې غوښتل یې د ولایت پر مقام برید وکړي.

د ملي امنیت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا کسان د تخار په مرکز تالقانو ښار کې د یو لړ ځانګړو عملیاتو په پایله کې نیول شوې دي.

دې ریاست د نیول شویو کسانو ویډیو او نومونه هم خپاره کړي دي.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست لخوا په خپره شوې ویډیو کې نیول شوي کسان اعتراف کوي چې هغوی غوښتل د تخار والي لمنځه یوسي.

خو دا څرګنده نه ده چې دا اعتراف له هغوی په کوم حالت کې اخستل شوی دی.

څارګره اداره وایي، دغه کسان د ښاغلي ضیاء د وژلو لپاره د تخار لپاره د طالبانو نومول شوي والي مولوي طیب لخوا ګومارل شوي وو.

"د هېواد په شمالي ولایتونو کې له پرلپسې ماتې وروسته ترهګرو غوښتل د ښار له ګڼې ګوڼې ډکو سیمو کې د ځانمرګو بریدونو له لارې وېره او ترهه رامنځته کړي چې خوشبختانه د ملي امنیت ریاست موظفینو د هغوی شوم پلان پر وخت کشف او خنثی کړ."

دا په داسې حال کې ده چې د حوت/ کب په ۲۱ مه د هلمند ګرشک ولسوالۍ کې طالبانو پر حکومتي بنسټونو ډله ییز برید وکړ. په برید کې اتو - نهو ځانمرګو ونډه لرله چې نږدې ۴۸ ساعته له امنیتي ځواکونو سره وجنګېدل.

ورته مطالب