'۶۰ پولیس طالبانو ته تسلیم شوي نه، بلکې په جګړې اوښتي وو'

د انځور حقوق AFP
Image caption د اروزګان د والي ویاند دوست محمد نایاب دا راپورونه ردوي او وایې، دغه ۶۰ پولیس له خاص اروزګان ولسوالۍ نه مرکز ترینکوت پر لاره وو، چې له وسله والو سره په جګړه واوښتل

د اروزګان ولایت چارواکي وايي هغه ۶۰ تنه پوليس، چې ادعا کېده 'وسلوالو طالبانو ته تسلیم شوي وي' تېر ماښام شاوخوا شپږ بجې مرکز ترینکوټ ته رسېدلي.

کندهار کې زموږ خبریال مامون درانی وايي، دغه ملي پوليس وړمه شپه د دغه ولايت له خاص اروزګان نه د خپلو پوستو تر پرېښودو وروسته د مرکز ترينکوټ په لور روان شوي وو.

خو ځینو رسنیو د اروزګان د یوشمېر سيمه ییزو چارواکو له خولې راپور ورکړي و، چې ګواکي دغه پولیس له وسله والو طالبانو سره یوځای شوي دي.

د اروزګان د والي ویاند دوست محمد نایاب دا راپورونه ردوي او وایې، دغه ۶۰ پولیس له خاص اروزګان ولسوالۍ نه مرکز ترینکوت پر لاره وو، چې له وسله والو سره په جګړه واوښتل:

''دغو پولیسو د جمعې په شپه ۱۲ بجې له هغه ځایه حرکت کړی او پر لاره یې موانع پیدا کېږي او تیلیفون کار نه کوي او له طالبانو سره مخامخ کېږي. له مرکز نه حمایوي ځواکونه وراستول کېږي. له دوو ورځو وروسته امنیه قومندانۍ ته په داسې حالت کې راورسېدل، چې وضعیت یې ډېر خراب و''.

ښاغلي نایاب وایي، تر څو ساعته جګړې وروسته دغه سرتېري توانېدلي، چې وسله والو ته ماتې ورکړي او خپل ځانونه مرکز ترینکوټ ته ورسوي.

د نوموړي په خبره، دغه پولیس پر لاره درې ځایه له طالبانو سره مخامخ شوي او له هغوی سره یې جګړه کړې ده چې یو پولیس وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.

نوموړی وايي، د وژل شوي پولیس مړی په سیمه کې پاتې شوی دی.

ځینې راپورونه ښيي، چې ښايي دغه پولیس د يوې معاملې له مخې خوشي شوي او وسلې او مهمات يې طالبانو ترې اخيستي وي.

خو د اروزګان د والي ویاند نایاب وایي، دوی ددغو ۶۰ پولیسو وسلې رسنیو ته ښکاره کړي.

ښاغلی نایاب وایي، یاد پولیس د خاص اروزګان د پخواني امنیه قومندان دویم څارن قاري نظر محمد ملګري وو.

د نوموړي په خبره، کله چې د قاري نظر محمد پرځای ملا عبدالصمد د خاص اروزګان امنیه قومندان وټاکل شو، دغو پولیسو هلته خپلې دندې پرېښودې.

ورته مطالب