"غزني کې د ناامنیو مهارولو لپاره نورو سرتېري ته اړتیا ده"

د انځور حقوق f

د افغانستان په سوېلي ولایت غزني کې امنیتي چارواکي وایي، ددې ولایت ګڼ شمېر ولسوالۍ له سختو امنیتي ګواښونو سره مخ دي، خو دوی په کافي اندازه امنیتي سرتېري نه لري.

د غزني ولایتي شورا ځېنې غړي هم د اندېښنې څرګندولو ترڅنګ وایي، که ددې ستونزې د حل لپاره پروخت ګام پورته نه شي، نو د وضعیت د لا خرابېدو مسوولیت په کابل کې د لوړپوړو چارواکو پرغاړه وي.

خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، غزني کې کافي شمېر سرتېري شته او که اړتیا شي، نو اضافي سرتېري په هم ورولېږي.

غزني کې زموږ همکار اسدالله جلالزی ددې ولایت د امنیتي چارواکو له قوله په خپل رپوټ کې کاږي چې د کورنیو چارو وزارت هلته خپل تشکیل کم کړی او دې ګام ځېنې اندېښنې راپورته کړي دي.

د غزني امنیه قوماندان امین الله امرخېل وایي، ښايي په نوي کال کې چې موسم ګرمېږي، امنیتي ستونزې ډېرې شي، خو دده په ټکو، غزني کې اوسمهال "د درېیمه درجه ولایت په اندازه تشکیل هم نشته."

Image caption غزني کې اوسمهال د درېیمه درجه ولایت په اندازه تشکیل هم نشته: امرخېل

ښاغلی امرخیل وايي که په راتلونکي کې امنیتی ستونزې زیاتیږي نو مسولیت به يي د مرکزي حکومت پر غاړه وي.

په عین حال کې د غزنی ولایتی شورا ریس او یو شمیرغړو هم د یوې خبري غونډې له لارې کابل کې لوړپوړي چارواکي په ناغیړۍ تورن کړل او په دغه ولایت کې د سرتېرو ډېرولو غوښتنه وکړه.

ددې شورا رییس حمیدالله نوروز وایي، د پولیسو تشکیل کمېدو اندېښمن کړی دی. نوروز زیاتوي "په ټوله کې د غزني د پولیسو له لیکو ۲۳۳ سرتېري کم شوي دي. دې کار موږ اندېښمن کړي یو، موږ عادلانه وېش غواړو."

خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، دا مهال د غزني کې کافي شمېر سرتېري شته او د اضافي ځواک اړتیا نه لیدل کیږي.

د دغه وزارت مرستیال ویاند نجیب دانش له بي بي سي سره خبرو کې، هغه خبرونه بې بنسټه وبلل چې وايي په غزني کې د پولیسو شمېر راکمیږي.

"ولایتونو کې موږ سیمې، ګواښونه او نور ټول موضوعات په پام کې نیسو او بیا هلته ځواکونه تنظیموو. خوشبختانه موږ په غزني کې ننګونو او ګواښونو ته په کتو کافي ځواک لرو، خو که تر دې ډېرو ته هم اړتیا وي، نو موږ پرې فکر کوو او ګام اوچتوو."

غزنی د افغانستان له هغو ولایتونو دی چې په کابو ۱۴ ولسوالیو کې یی د دولت وسله وال مخالفین فعال دي.

د ناوې ولسوالي شاوخوا اوه کاله کیږي چې د مخالفو وسله والو په لاس کې ده.

ورته مطالب