اشرف غني: تراوسه نه شوو ويلی چې د سولې خبرې پايله نه لري

Image caption افغان ولسمشرد ناټو له سرمنشي سره په کابل کې ليدلي

افغان ولسمشر اشرف غني وايي دا له وخته وړاندې ده چې ووايي د سولې خبرې پايله نه لري.

ښاغلي غني سې شنبې (۱۵ مارچ) د ناټو له عمومي منشي ينس اسټولټنبرګ سره په کابل کې په خبري غونډه کې ويلي چې د "افغان سولې پروسه به وښيي چې څوک سوله او څوک جګړه غواړي". نوموړی وايي د "هېواد د وسله والو ځواکونو د عمومي قومندان په توګه بايد د ناوړه حالت لپاره تيار وو او د غوره حالت لپاره هم يو پلان ولرو".

ټاکل شوې وه چې د افغان حکومت او د طالبانو د استازو تر منځ مخامخ خبرې د مارچ مياشتې په لومړيو کې په اسلام کې ترسره شي، خو طالبانو اعلان کړه چې تر هغه به له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته نه کېني چې شرطونه يې و نه منل شي.

افغان ولسمشر ويلي د افغانستان جګړه يوازې کورنۍ جګړه نه ده، "سيمه ييزو او نړيوالو دغه د سولې موضوع پېچلې کړې ده".

ښاغلي غني ۲۰۱۵ د افغانستان د پايښت کال بللی او په دې يې ټينګار کړی چې افغان ځواکونو د دې سربېره چې يو ستونزمن کال يې درلود د حکومت د پايښت، د اساسي قانون او د ملي ارزښتونو د ساتلو په اړه يې خپلې دندې په ښه توګه ترسره کړې دي.

نوموړي ويلي چې افغان ځواکونه له اساسي قانون ملاتړ کوي، په سختو شرايطو او د جګړې پر مهال يې بشري حقونو مراعات کړي دي.

د ناټو د عمومي منشي په وينا په پوځي عملیاتو کې د افغان ځواکونه کړنو ښودلې چې دوی نور هم ځواکمن او فعال شوي دي.

Image caption همدا ډول د ناټو عمومي منشي له اجراييه رييس عبدالله عبدالله سره هم په کابل کې ليدلي دي

ښاغلي اسټولټنبرګ ويلي چې ناټو به له افغان ځواکونو سره د روزنې او مشورې په برخه کې مرستې ته دوام ور کړي چې دغه ځواکونه وکولای شي په اوږد مهال کې له "افغانانو ساتنه وکړي او ترهګر وځپي".

همدا ډول د ناټو عمومي منشي له اجراييه رييس عبدالله عبدالله سره په کابل کې ليدلي دي.

د اجراييه رياست د خبرپاڼې له مخې ښاغلي عبدالله او د ناټو عمومي منشي په دغه ناسته کې په بروکسل او وارسا کې د افغانستان په اړه د غونډو په تړاو خبرې کړې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دواړه د ټاکنو د اصلاحاتو، د اداري فساد سره د مبارزې او د بشري حقونو په اړه هم غږېدلي دي.

ورته مطالب