ننګرهار کې د داعش نومي ډلې وسله والو پر پاڅوانوالو برید کړی

د انځور حقوق

د ننګرهار چار واکي وايي تېره شپه ۱۶ مارچ داعش نومي ډلې اړوند وسلوالو پر هغه قومي پاڅونوالو برید کړی، چې د دغې ډلې پر ضد ېې وسله اخیستې وه.

برید کې د چارواکو په وينا پينځه پاڅونوال وژل شوي او همدومره نور ټپیان دي، پېښه تېره شپه د اچین ولسوالۍ په دهسرک سیمه کې شوې.

داچین ولسوال وايي د داعش اووه وسلوال هم متقابلو ډزو کې وژل شوي دي او وايي مړي ېې د جګړې په ډگر کې پاتې دي. داچین ولسوال حاجي غالب مجاهد وویل: ''برید کې د ولسي پاڅون پینځه کسان شهیدان شوي او پنځه نور ټپیان دي. له دوی نه اووه کسان وژل شوي، چې د یوه مړی موږ سره دی او د شپږو نورو مړي د جګړې په ډګر کې پاتې دي، دوی ډزې کوي، خو موږ د خوځیدو اجازه نه ورکوو''

دهسرک څه موده وړاندې دداعش تر واک لاندې سیمه وه، چې دافغان ځواکونو دعملیاتو په تر څ کې ونیوله شوه او ځايي پاڅونوالو پکې پوستې جوړې کړې.

قومي پاڅونوال په لومړي سر کې دولسي جرګې د مرستیال ظاهر قدیر په قومنده کې وو او ورسته د حکومت لیکو ته ورغلل.