غني: سږکال به د تېرو ۱۰۰ کلونو په کچه برېښنا تولید کړو

غني د انځور حقوق President.gov.af
Image caption ولسمشر وايي، خلک غواړي چې په ژوندانه کې یې ښه والی راشي او اقتصادي ستونزې یې کمې شي، چې په وینا یې د لویو پروژو د تطبیق لپاره به په روان کال کې بنسټیز کارونه پیل کړي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د ۱۳۹۵ هجري لمریز کال د پیلېدو په مناسبت پخپله وینا کې ویلي، 'د هېواد حکومتي ادارې ډېرې کمزورۍ لري، په ادارو کې فساد شته، او زموږ ځینې سیاستوال د وطن او وطنوالو په خاطر، ان له خپلو حقیرو شخصي ګټو تېرېدلو ته تیار نه دي'.

ولسمشر غني وايي، د ادارو د ډېرې کمزورۍ اصلي لامل په سیاستوالو کې د فساد او بې عدالتۍ ملاتړ ګڼل کېږي.

له ارګه په خپره شوې ویناپاڼه کې ویل شوي، د افغانستان ادارې هغومره فعالې نه دي، لکه څنګه چې پکار دي. ولسمشر غني وايي عام ولس خپل بچیان د ملي اردو او ملي پولیسو لیکو ته استوي او له خپلو سرونو تېرېږي، خو ځینې سیاستوال له خپلو ناچیزه شخصي ګټو تېرېدو ته چمتو نه دي:

"د افغانستان حکومتي ادارې ډیرې کمزورۍ لري. زموږ په ادارو کې فساد شته او زموږ خلک د عدالت له نشتوالي په تکلیف کې دي خو د افسوس ځای دی چې زموږ په سیاسي قشر کې داسې کسان هم شته چې په عمل کې د فساد او بې عدالتي حمایت کوي. په داسې حال کې چې عام ولس خپل زامن د ملي اردو او ملي پولیسو لیکو ته استوي او زموږ امنیتي قواوې د وطن او وطنوالو د حفاظت لپاره له سرونو تېرېږي، زموږ ځینې سیاستوال، د وطن او وطنوالو په خاطر، ان له خپلو حقیرو شخصي ګټو څخه تېرېدلو ته تیار نه دي".

نوموړی وايي، ښه حکومتولي نه پیسې غواړي او نه بودیجه، بلکې لیدلوري او همکارۍ ته اړتیا لري.

ښاغلي غني وویل، تېر کال ګڼې ستونزې وې، خو په وینا یې د هېوا د دښمنانو له خوا د هېواد د ټوټه کېدو مخه ونیول شوه.

'د ۱۰۰ کلونو برېښنا'

ښاغلي غني په اقتصادي ډګر کې پرمختګ ته په اشارې سره ژمنه کړې، چې سږ کال به هومره برېښنا تولید کړي، چې په تېرو سلو کلونو کې افغانستان کې نه ده تولید شوې:

"سږ کال به په هغه کچه برېښنا تولید کړو چې په تېرو سلو کلونو کې افغانستان کې هومره برېښنا نه ده تولید شوې. په ۱۳۹۵ کال کې به بېلابېلو ولایتونو کې د اوبو بندونه او د نوښت وړ د انرژۍ پروژې عملي کړو".

خو روان وضعیت ته په کتلو سره، د افغانستان ډېره برېښنا وارداتي ده، چې په پارچاوېدو یې آن پلازمېنه هم تپه تیاره وي.

ولسمشر وايي، خلک غواړي چې په ژوندانه کې یې ښه والی راشي او اقتصادي ستونزې یې کمې شي، چې په وینا یې د لویو پروژو د تطبیق لپاره به په روان کال کې بنسټیز کارونه پیل کړي.

د افغانستان ولسمشر وايي، په سیاسي قشر کې داسې کسان شته چې خپلې شخصي ګټې پر ټولنیزو او ملي ګټو مهمې بولي:

د انځور حقوق BRISHNA
Image caption د افغانستان ډېره برېښنا وارداتي ده، چې په پارچاوېدو یې آن پلازمېنه هم تپه تیاره وي.

"زموږ په سیاسي قشر کې داسې کسان هم شته چې خپلې ګټې تر اجتماعي او ملي ګټو مهمې بولي. زموږ په سیاسي قشر کې داسې کسان شته چې که دی وزیر وي، هر څه ګل و ګلزار دي خو که دی وزیر نه وي، هر څه بد دي. زه دغو دوستانو ته وایم هغه بېړۍ مه سورۍ کوئ چې پخپله پکې سپاره یاست. انتقادونه باید واورو او د نظر اختلاف باید ومنو، مګر هغه څه باید ونه کړو چې یوازې د نهیلۍ سبب کېږي او ګټه یې د افغانستان د سولې، ترقۍ او خوشحالۍ دښمنانو ته رسېږي".

په داسې حال کې چې په تېر کال کې افغانستان د فساد له اړخه د نړۍ د مفسدو هېوادونو د نوملړ دویم ځای خپل کړی و، افغان ولسمشر وايي، په روان کال کې باید له فساد سره جدي مبارزه وشي، او د خلکو د مالیو ترلاسه کېدونکې پیسې باید د یوشمېر مفسدو کسانو جیبونو ته ولاړې نه شي.

ورته مطالب