د افغانستان په سوېل او ختیځ کې د نوي کال رنګونه

کابل کې ماشومان د نوي کال په خوښۍ کې
Image caption کابل کې ماشومان د نوي کال په خوښۍ کې - ۱۳۹۴

زه د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې را لوی شوی یم. په کوچنیتوب کې نوروز موږ ته یوه وړه خو زړه پورې ساتېري وه. که څه هم زموږ کلی، چا انجیر، یوه لرې پرته سیمه وه، د نوروز مراسم تر موږ هم را رسېدل.

زما په یاد دي، چې په دې ورځ به موږ ماشومانو په کلي کې منډې رامنډې وهلې، شنه غنم به مو له پټیو راوویستل او د کورونو په ورو کې به مو د یوه سوکاله نوي کال په هیله راځوړند کړل.

په ولایتي مرکز لښکرګاه کې به (هفت مېوه) هم جوړېده او د نوروز لپاره به د کورنیو غړي سره راټولېدل. خو لږ ور ها خوا په ګریشک کې بیا د نوروز تر ټولو خوندوره نمانځنه تر سترګو کېده. جالبه دا وه، چې دا نمانځنه به تر ډېره د مېرمنو لخوا کېده. په ګریشک کې شیعه او سني ټولو وګړو په دې کې برخه اخيسته، چې یوه ځانګړې کلتوري مېله بلل کېده.

د نوروز په ورځ به دلته مېرمنې یو شمېر شیعه او سني زیارتونو ته ورتلې. د دغو زیارتونو ترڅنګ به لوبغالي هم وو. د سید تاجدار اغا په زیارت کې به جنډه پورته کېده او دعاګانې به کېدې. مېرمنې به ور څېرمه بڼ ته ورتلې او هلته به یې له ګڼو نورو مېرمنو سره د زړه خواله کول.

له دې ځایه د ستنېدو په لاره به په کلیوالو سیمو کې د خوښیو رنګین مراسم تر سترګو کېدل. د فراه ولسوالۍ د بکوا په سیمه کې به د ۳۶۰ کلیو مېرمنې په شنو میدانونو راټولېدلې. له دې ځایه په یو څه واټن کې به د اوښانو کتارونه وو، چې پرې سپرو خلکو به لاندې د غېږ نیونې پر ډګر د سړو تر منځ روانې سیالۍ کتلې.

Image caption هرات کې یوه کورنۍ د نوروز د خوښۍ لپاره روانه ده - ۲۰۱۴

ورها خوا په سوېل ختیځ کې د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالۍ کې به نوروز ته په نغارو هرکلی ویل کېده.

له هغه ځایه چې به لږ ور هاخوا د غزني پر لور ولاړې نو د نوروز یو بل رنګ به دې لیده. بزګرانو به خپل د کولبې غوایان راویستل او ګډه ځمکه به یې پرې اړوله. د دې کار مانا به دا وه، چې غوایان د ژمي له یوازېتوب او بېکارۍ راوویستل شي او را روان اوړي لپاره د کار تمرین وکړي.

چې غوایانو به کولبه ختمه کړه، ځوانانو به په اړول شویو پټیو کې د ټوپ وهلو سیالي کوله. خو دغه لرغونې مېله او خوښي اوس د پخوا په څېر نه نمانځل کېږي او وېرې پرې سیوری غوړولی دی. په فراه کې د کافر کلا په نامه مېله ځای کې په دې وروستیو کې درې ځوانان چې مېلې ته ورغلي وو، د وسله والو لخوا ووژل شول او د سیمې خلک هم له وېرې د دې خوښۍ په نمانځنې کې زړه نازړه دي. د افغانستان په ډېرو پښتون مېشتو ولسوالیو کې ناامني یوه لویه ستونزه ده او دا هغه سیمې دي، چې نوروز پکې خپل رنګونه له لاسه ورکوي.

یوه بله ستونزه په دې برخه کې د ځینو ملایانو هغه سوله ییز تبلیغ دی، چې وايي، د مسلمانانو لپاره په کال کې یوازې دوه اخترونه د نمانځنې ورځې دي او په نورو ورځو کې د دا ډول خوښیو نمانځل او مېلې د اسلام له لارښوونو سره سم کار نه دی. خو ځینې نور اسلامي عالمان دا خبره نه مني او استدلال کوي، چې د ملي ورځې او مراسمو په توګه د نوروز خوښۍ نمانځل ناسم کار نه دی.

فکر مې وکړ چې د نوروز په اړه د خپلې کورنۍ د غړو نظر مالوم کړم. شپاړس کلن زوی مې وویل ٫٫ که امام وايي، چې دا ممنوع دی، نو باید و یې نه نمانځو٬٬. خو اتلس کلن وراره مې بیا په بل نظر و ٫٫ امام به یې ممنوع بولي، خو هر څوک خپله خوښه کولای شي، چې و یې نمانځي که نه ٬٬.

باور دا دی، چې دغه سخت دریځی فکر په دې وروستیو کې د وهابي ملایانو لخوا په خپرېدو دی، چې د سعودیانو لخوا یې ملاتړ کېږي. په دې وروستیو کې پر انټرنېټ او ټولنیزو رسنیو هم د دې نظریې لپاره ډېر تبلیغ کېږي. خو دا چې نوروز په افغانستان کې یوه ملي ورځ ده نو فکر کوم چې د دغه ډول سخت دریځو په تبلیغ به بیخي له منځه ولاړ نه شي.

دیارلس کلن احمد شاه هم زما دا خبره تاییدوي ٫٫ کله چې امام د نوروز پر ضد خبرې کوي، هر څوک ورته سر خوځوي، خو کله چې نوروز را ورسي، سړکونه له خلکو تش شي او د کورونو شاته غونډۍ مو له مېله کوونکو کورنیو ډکې شي٬٬. نو داسې ښکاري چې د ګریشک په سید تاجدار اغا زیارت کې به جنډه بیا پورته شي.

په نورو سیمو کې اوسنی حال:

په لشکر ګاه کې خلک د هيلمند سیند غاړو ته ورځي او دغه خوښي نمانځي. مېرمنې ښځینه پارک ته ورځي خو کله کله دلته د امنیتي ستونزو په اړه اندېښنې راپورته کېږي.

په کندهار کې بیا دغه ورځ د ډېرو خلکو په ګډون نمانځل کېږي. د مزار شریف په څېر دلته هم د جنډې خپل مراسم وي او په شاه مقصود زیارت کې لس ورځني مراسم تر سره کېږي، چې ګڼ خلک ورته راځي. په کندهار کې د بزګرانو نندارتون هم جوړېږي. دلته د سمنک او هفت مېوې دود هم شته.

په ننګرهار کې د نوروز نمانځنه په ولسوالیو کې تر ډېره دود نه ده، خو ډېر خلک جلال اباد ښار ته راځي او د نوي کال په لومړیو ورځو کې بڼونو ته ځي، مېلې کوي او د نارنجو له خوږو وږمو خوند اخلي.

ورته مطالب