د افغانستان امنیتي ځواکونو 'هلمند کې ۱۶ کسان د طالبانو له زندانه خوشي کړل'

د انځور حقوق c

د افغانستان دفاع وزارت ویلي، ددې هېواد امنیتي ځواکونو په سوېلي ولایت هلمند کې د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو یو زندان نیولی دی.

ددې وزارت په خبرپاڼه کې چې د دوشنبې په ورځ (وري ۲مه) رسنیو ته لېږل شوې، راغلي چې په دې عملیاتو کې ۱۶ کسان خوشي شوي دي.

د افغانستان دفاع وزارت ویلي، په جګړه کې د شپږو ځانمرګو بریدګرو په ګډون ۱۷ طالبان هم وژل شوي دي.

ددې عملیاتو په لړ کې د خوشي شویو کسانو هویت په ډاګه شوی نه دی.

طالبانو په دې اړه تراوسه غبرګون نه دی ښوولی.

د افغانستان دفاع وزارت نژدې یوه میاشت وړاندې هم ویلي و چې هلمند کې د پوځ په ځانګړو عملیاتو کې ۲۵ ماشومان، ۵ ښځې او پنځه نارینه د طالبانو له زندانه خوشي کړي دي.

د افغانستان دفاع وزارت په یوه بله اعلامیه کې د هېواد په مختلفو برخو کې د ۲۳ اورپکو د وژلو خبر ورکړی چې ۳ تنه یې په اسلامي دولت (داعش) ډلې پورې تړاو لري.

ورته مطالب