'د ټول کابل ښار ۴۰٪ ځمکې لاندې اوبه ناپاکې دي'

Image caption کابل، له پنځه میلیونو ډېر وګړیز ښار، ورځ تر بلې یې مېشتېدونکي ډېرېږي. پر نورو ستونزو سربېره یې یو شمېر ښاریان پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.

د افغانستان د چاپېریال ساتنې اداره وایي په راروانو پنځو یا لسو کلونو کې به په لویو ښارونو، په تېره بیا کابل کې له ۵۰ تر ۶۰ سلنو د ځمکې لاندې اوبه ناپاکې شي.

اوسمهال په ټول کابل کې ۴۰ سلنه د ځمکې لاندې اوبه ناپاکې دي چې خلک ترې ګټه اخلي.

چاپېریال ساتنې اداره د اوبو ناپاکي لویه ننګونه بولي او لامل یې د کانالازیسیون نشتوالی ګڼي.

کابل، له پنځه میلیونو ډېر وګړیز ښار، ورځ تر بلې یې مېشتېدونکي ډېرېږي. پر نورو ستونزو سربېره یې یو شمېر ښاریان پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.

اوسمهال د کابل شاوخوا ۴۰ سلنه د ځمکې لاندې اوبه، چې خلک ترې د څښاک او نورو اړتیاوو لپاره کار اخلي، ناپاکې دي.

کابل ښار چې ۷۰ سلنه یې په غیر پلاني ډول پراختیا موندلې لویه ننګونه یې ناسم کانالازیسیون دی. د چاپېریال ساتنې اداره وایي که افغان حکومت ښاري کانالازیسیون ته جدي پاملرنه ونه کړي، د اوبو د ناپاکۍ کچه به لوړه شي.

د دغې ادارې د پالیسۍ او نړیوالو اړیکو مرستیال عبدالولي مدقق وایي ''دولت باید د څښاک د پاکو اوبو چمتو کولو ته لومړیتوب ورکړي''.

د چاپېریال ساتنې اداره وایي، افغان حکومت په نژدې کلونو کې د کانالازیسیون د جوړونې او د پاکو اوبو خوندي کولو لپاره پلانونه تر لاس لاندې نه لري خو اوږد مهاله پلانونه شته چې دغې برخې ته کار وشي د روغتونونو، شاوخوا کورونو، صنعتي پارکونو او هغه سیمو چې کابل سیند ته نیږدې دي، اوبه یې ډیرې ککړې دي.

دغه اداراه وایي، په یادو سیمو کې څاګانې په کم واټن کې اوبه ور کوي، خو اوبه یې خوار ککړې دي او د ناروغیو ستر لامل ګرځېدلي.

د ۲۰۱۵ کال په ورستیو میاشتو کې د ټولو هېوادونو استازو د چین په پلازمېنه پیکینګ کې د اوبو په نړیواله غونډه کې ګډون کړی و.

دغه غونډه د چاپېریال پایښت او له اوبو د ګټې اخیستنې تر شعار لاندې ترسره شوه.

Image caption ۲۴ کلن درمل چې ډېره موده په چاپېریال ساتنه کې مطالعه کړې، وایي حکومت د نورو تګلارو ترڅنګ باید کانالا‎زیسیون جوړښت ته پام وکړي.

په غونډه کې د افغان ځوان ریاض درمل هغه څېړنه چې څنګه ناپاکې اوبه په پاکو بدلې شي هم وړاندې شوه. دا څېړنه هلته بریالۍ ومنل شوه.

ښاغلی درمل وایي څېړنه یې په چک جمهوریت کې کړې ده. چک او ترڅنګ یې هالنډ لېواله دی چې له څېړنې یې ګټه واخلي:

''څېړنې مې شاوخوا یو کال وخت واخیست د اوبو په نړیوال کنفرانس کې زموږ څېړنه غوره وګڼل شوه''.

۲۴ کلن درمل چې ډېره موده په چاپېریال ساتنه کې مطالعه کړې، وایي حکومت د نورو تګلارو ترڅنګ باید کانالا‎زیسیون جوړښت ته پام وکړي. نوموړی چې ماسټري د چاپېریال ساتنې په برخه کې له فرانسې اخیستې اوسمهال د جرمني په یوه پوهنتون کې په ډکټورا بوخت دی. درمل اوس له اروپا افغانستان ته راغلی او غواړي د کابل په سیند څېړنه وکړي.

له درمل سره یوځای د کابل سیند لیدو ته ولاړم چې د دغه ښار له زړه تېر شوی، درمل غواړي د کابل د سیند د اوبو د ککړتیا کچه معلومه کړي:

''د کابل په سیند څېړنه به له ستونزمنو څېړنو وي که خپل پلان سره سم کار وکړم څلور کاله وخت غواړي''.

د کابل سیند ته له ۶زرو ډېرو ځایونو ناپاکې اوبه توېیږي. نه یوازې د کابل د ځمکو لاندې د اوبو د ککړتیا لوی لامل ګڼل کېږي، بلکې دغه سیند هغو سیمو او ولایتونو ته هم ګواښ دی چې اوبه یې له هغو سیمو تېرېږي.

Image caption د کابل سیند ته له ۶زرو ډېرو ځایونو ناپاکې اوبه توېیږي. نه یوازې د کابل د ځمکو لاندې د اوبو د ککړتیا لوی لامل ګڼل کېږي، بلکې دغه سیند هغو سیمو او ولایتونو ته هم ګواښ دی چې اوبه یې له هغو سیمو تېرېږي.

ورته مطالب