مزارشریف کې د دوستم او نور پلویانو لاریونونه په سوله ییز ډول پایته ورسېدل

د افغانستان د شمال حوزې د پولیسو قومندان ویلي چې د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې د سیالو خواوو ترمنځ لاریونونه په سوله ییز ډول پایته رسېدلي دي.

د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم سلګونو پلویانو د نوروز په شپه د هغه د انځور څېرې کېدو په اعتراض نن په مزارشریف کې لاریون وکړ. په عین حال کې د بلخ ولایت سرپرست عطا محمد نور سلګونو پلویانو هم د هغه په ملاتړ د ښار په سوېلې برخه کې لاریون وکړ.

د افغانستان د شمال حوزې د پولیسو قومندان جنرال بابه جان په یوه اعلامیه کې چې نن سهار (سه شنبې، حمل/ وري ۳مه) خپره شوې ویلي، لاریونونه له څو خواوو پیل شول او له ځانګړو امنیتي تدابیرو سره پایته ورسېدل.

ددې اعلامیې له مخې، په سوله ییز ډول ددې لاریونونو پایته رسېدو لپاره د پارلمان او ولایتي شورا وکیلانو، قومي مخورو، مدني بنسټونو استازو، روحانیونو او د شمال حوزې ځېنو جنرالانو منځګړتوب وکړ.

د جنرال دوستم معترضو پلویانو د بلخ ولایت سرپرست عطا محمد نور پلویان د هغه عکس ته د "سپکاوي" مسوول بولي، خو ښاغلی نور د هغه د عکسونو څېرل د "کوڅه ډبو" کار بولي.

Image caption د ښاغلي دوستم معترضو پلویانو د جمعیت ګوند د پخوانیو رهبرانو برهان الدین رباني او احمد شاه مسعود عکسونه د دوستم له عکسونو سره یوځای لېږدول.

معترضانو د لاریون په پای کې د پرېکړه لیک په خپرولو سره د "سپکاوي" کوونکو د مجازاتو غوښتنه وکړه او په عین حال کې یې ټینګار وکړ چې ددوی په ټکو "انحصاري او یو ګوندیز حکومت" باید بلخ کې پایته ورسېږي.

هغوی په خپل پرېکړه لیک کې ویلي، د دولتي بنسټونو، سرکونو او ښوونځیو د نومونو بدلولو "لړۍ" دې ودرول شي. له دې ډلې د عطا محمد نور په نوم د الغ بیګ ښوونځي نوم بدلول دوی ته د منلو نه دی.

د دوستم په مشرۍ د جنبش ملي اسلامي ګوند د ځوانانو رییس کنشکاه ترکساني ویلی، که د معترضینو غوښتنو ته پام ونشي، هغوی به خپلو سوله ییزو اعتراضونو ته دوام ورکړي.

ښاغلي ترکستاني ویلي، دوی د انځورونو په څېرلو کې ښاغلي نور ته د نږدیو کسانو د لاس لرلو اسناد امنیتي چارواکو ته وړاندې کړي دي، خو چارواکو ویلي چې د هغوی د نیولو توان نه لري، خو هڅه کوي د معترضانو غوښتنې ترسره شي.

Image caption د دوستم پلویانو د لاریون سره هم مهاله، د ښاغلي عطا محمد نور پلویانو هم د ښار په سوېل کې لاریون وکړ.

بلخوا، د بلخ ولایت سرپرست او جعمیت اسلامي ګوند اجرایي رییس سلګونه پلویانو د هغه په ملاتړ د دوستم پرضد لاریونونه وکړل.

د ښاغلي نور پلویانو ددې ترڅنګ چې د نور په پلوۍ او د دوستم پرضد شعارونه ورکړل، د ښاغلي نور د تېرې ورځې د اعلامیې په ملاتړ یې شعار ورکړ چې "بلوا ته اجازه نه ورکوي."

په تېرو دوو ورځو کې د دوستم او ښاغلي نور د پلویانو ترمنځ ترینګلتیا ډېره شوې ده. هغوی په ټولنیزو شبکو کې په علني ډول د یو بل پروړاندې دریځ نیولی دی.