د فراه والي: د عرب ښکاریانو شتون زموږ په ګټه دی

د فراه سیمه ییز چارواکو بی بی سی ته ویلی چی د افغانستان دولت په رسمی ډول د قطر یو شمیر اتباعو ته په لویدیځ ولایت فراه کی د مرغانو د محدود ښکار اجازه ورکړې ده.

افغانستان ته د ددغه عرب ښکاریانو راتګ تردې وړاندې یولړ ناندرۍ راپورته کړې وې، خو د فراه والي آصف ننګ وایي، برعکس، د عربو شتون د چاپیریال ساتنې په ګټه دی.

ښاغلی ننګ وایي، دا ښکار د خوراک لپاره نه، بلکې یوازې د شوق لپاره کېږي او شرط یې هم دا دی چې له ټولو ښکار شویو مرغانونو ۷۰ سلنه به بېرته خوشي کېږي او پاتې ۳۰ سلنه به یې د نسل زیاتېدو لپاره همدلته روزل کېږي.

د فراه چارواکي وایي، ښکاریان به د هغو مرغانونو پر پښو یا هم وزرونو د فارم نښې لګوي چې له ښکار وروسته بېرته خوشي کېږي. ددې کار موخه دا ده چې که دا مرغان نورو هېوادونو کې ښکارېږي نو وپيژندل شي چې د افغانستان مرغان دي.

Image caption دغه روزنځای په منظم ډول وسپنیزې خونې لري چې د "توغ دارو" په نوم مرغان پکې ساتل کېږي.

ښاغلي ننګ وویل، "د عرب ښکاریانو شتون فراه کې د چاپیریال په ګټه دی او په دې سره به د مرغانو نسل ډېر شي."

دغو ښکاریانو د فراه ښار په څنډو کې له شاوخوا ۸۰۰ جریبه ځمکې دېوال راتاو کړي چې یوه کوچنۍ برخه یې د مرغانو روزنې ته ځانګړې شوې. دغه روزنځای په منظم ډول وسپنیزې خونې لري چې د "توغ دارو" په نوم مرغان پکې ساتل کېږي.

دا کډوال مرغان هرکال د فراه له فضا څخه تېرېږي.

قطري سوداګر چې د الغرافي په نوم موسسه لري، ژمنه کړې چې په دغه سیمه کې به یواځې د بازانو په وسیله ښکار وکړي او ټوپک به نه کاروي.

د فراه والي همداراز وویل، دغو عربو پانګوالو یوازی په فراه کې د ۲۰ میلیون ډالرو په ارزښت پانګونه کړې ده.

"فکر کوم د عربو شتون زموږ لپاره یو ښه فرصت دی. دوی د یوه شخص په توګه د افغانستان له دولت سره ۱۶۰میلیون ډالره مرسته کوي. ددې ډيره برخه یعنې ۱۴۰ میلیونه له مرکزی دولت او پاتې شل ملیونه دلته (فراه) له موږ سره. کار یې عملا شروع شوی دی."

Image caption دغو ښکاریانو د فراه ښار په څنډو کې له شاوخوا ۸۰۰ جریبه ځمکې دېوال راتاو کړي چې یوه کوچنۍ برخه یې د مرغانو روزنې ته ځانګړې شوې.

ښاغلي ننګ وویل چې په دې ولایت کې یو لوی جامع جومات او یو شمېر کلینکونه د قطر پانګوالو لخوا جوړ شوي دي. او بله لویه مرسته یې د څلورو میلیونو ډالرو په لګښت د فراه هواي ډګر پراخول دي.

خو سره له دې هم په فراه کې د مدني ټولنې یو شمېر فعالان د ښکار مخالفت کوي.

نقیب الله نېکمل وايي، د بهرنیانو لخوا ښکار د فراه چاپیریال ته زیان اړوي. "له دولت نه مو غوښتنه دا ده چې د هېواد کمیابه مرغانو او حیواناتو ساتنه وکړي او د هغوی د نسل د ډېرولو لپاره کار وکړي."

له هغې ۸۰۰ جریبه مځکې چې ډېره برخه یې د فراه ښار په څنډه کې ده او مرغان هم پکې ساتل کېږي، دکرنې پراختیا لپاره ځانګړې شوې ده. دې فارم ته له قطره د خرما ۳۰۰۰ نیالګي راوړل شوي او ترڅنګ یې د پستې ونې هم کېنول کېږي.

د فراه د کرنی اداری رییس منان متین وایی، د کړې هوکړې له مخې به دا فارم د ۲۵ کلونو لپاره له دغو عربو سره وي او وروسته به که افغانستان غوښتل دوی به خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي، که نه نو له ټولو امکاناتو سره به د افغانستان دولت ته سپارل کیږي.

ځایی چارواکي هیله څرګندوي چې د قطري پانګوالو شتون به د فراه بڼه بدله کړي، خو د چاپیریال ساتنې او پراختیا په برخه کې به ددوی فعالیتون ددې ولایت لپاره ښې پایلې ولري.

د انځور حقوق b
Image caption دې فارم ته له قطره د خرما ۳۰۰۰ نیالګي راوړل شوي او ترڅنګ یې د پستې ونې هم کېنول کېږي.

ورته مطالب