کابل کې په افغان سولې خبرې وشوې

د انځور حقوق MoFA
Image caption په دغه غونډه کې د شلو هېوادونو استازو ګډون کړی و

د جي اووه جمع (+G7) هېوادونو غونډه نن کابل کې پای ته ورسېده. په دې کانفرانس کې پر اقتصادي پرمختګ، په بې وزله هېوادونو کې د کارموندنې د ستونزو پر حل، سولې او د غړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ پر جوړېدو بحث وشو.

د غونډې په پای کې د افغانستان د ماليې وزیر، اکلیل حکیمي، په یوه خبري ناسته کې وویل چې "د جي ۷ جمع غړي هېوادونه یو ډول ستونزې او ننګونې لري او موږ په ګډه کولای شو خپلې ستونزې حل کړو". دغه کنفرانس کې د لسو هېوادونو وزیرانو، د ۲۰ هېوادونو لوړپوړو استازو او د ۳۰ نړیوالو سازمانونو استازو ګډون کړی وو.

ښاغلي حکيمي وویل چې غړو هېوادونو په افغانستان کې د سولې په بهیر کې د پرمختګ او ستونزو، په بې وزله هېوادونو کي د کارموندنې د ستونزې پر حل، اقتصادي پرمختګ او د ښې حکومتولۍ په برخه کې د تجربو شریکولو پر سر بحث وکړ.

نوموړي همدارنګه وویل چې په دې غونډه کي د تلپاتې پرمختیايي موخو د لاسته راوړلو پر میکانیزم هم هوکړه وشوه.

ده زیاته کړه چې افغان حکومت له فساد سره مبارزې ته ژمن دی او په دې برخه کې کار کوي چې څنګه وکړای شي پر خپل ځان بسیا شي.

په دې دوه ورځنۍ ناسته کې په تېر یوه کال کې د بېوزلو، له کړکېچ سره د مخامخ او جګړه ځپلو هېوادونو ننګونو او لاسته راوړنو ته کتنه وشوه.

جي اووه جمع ډله په ۲۰۱۰ کال د افغانستان په ګډون د اوو کړکېچ ځپلو هېوادونو له خوا په ختیځ تیمور کې جوړه شوه چې تر اوسه یې د غړو شمېر ۲۰ هېوادونو ته لوړ شوی دی.

د دغې ډلې د فعالیتونو هدف په سیاسي، اقتصادي کړکېچونو او ناامنیو د اخته هېوادونو په منځ کې د ځینو حساسو مسائلو په اړه د همغږۍ رامنځ ته کول دي.

ورته مطالب