جاپان د افغانستان ماين پاکۍ پروګرام سره ۲ ميليونه ډالر مرسته کړې

د انځور حقوق Reuters
Image caption افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې تراوسه هم په کې ماينونه او چاودېدونکي توکي شته

جاپان په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماين پاکۍ له پروګرام سره ۲ ميليون ډالرو مرسته کړې ده.

د دغه دفتر له خوا رسنيو ته لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه مرستې د فبرورۍ په مياشت کې د ملګرو ملتونو د ماين پاکۍ پروګرام په واک کې ورکړل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د ماين پاکۍ دفتر په وينا دغه مالي مرسته به د شاوخوا ۱،۷۶ ميليون متر مربع ځمکې څخه د ماينونو او چاودېدونکو توکو د پاکولو په برخه کې چې له جګړې پاتې دې وکارول شي.

افغانستان يو له هغو هېوادونو دی چې تراوسه هم په کې ماينونه او چاودېدونکي توکي شته چې د جګړې له مهال په کې پاتې دي.

ملګري ملتونه وايي چې تر ۲۰۲۳ کال پورې به ټول افغانستان له چاودېدونکو توکو څخه پاک شي.

په کابل کې د جاپان سفير ياسوناري مورينو وايي هېواد به له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې مرستې ته دوام ورکړي.

د ملګرو ملتونو په وينا جاپان په تېرو ۶ کلونو کې په نړيواله کچه شاوخوا ۹۵ ميليونه ډالر د ماين پاکۍ په برخه کې مرسته کړې ده.

ملګري ملتونه وايي د جاپان د مرستو له کبله افغانستان کې ډېرې سيمې له ماينونو او چاودېدونکو توکو پاکې شوې دي.

ورته مطالب