ملي امنیت: کندهار کې مو 'د ځانمرګو برید کوونکو ۳ شبکې' نیولې

په وېډیو کې ظاهراً دغه کسان د دولت پرضد پر خپلو فعالیتونو اعتراف کوي. د انځور حقوق NDS
Image caption په وېډیو کې ظاهراً دغه کسان د دولت پرضد پر خپلو فعالیتونو اعتراف کوي.

د افغانستان د ملي امنیت اداره وايي، د افغانستان په سوېلي کندهار ولایت کې 'د ځانمرګو برید کوونکو د درو شبکو' ۱۵ غړي نیولي دي.

دغې ادارې په یوه خپره کړې ویناپاڼه کې ویلي، ددغې شبکې غړو غوښتل په کندهار ولایت کې ځانمرګي بریدونه او بمي چاودنې وکړي.

د ملي امنیت ادارې یوه وېډیو هم خپره کړې ده، چې ظاهراً ددغې شبکې غړي یې پکې ښکاره کړي دي.

د انځور حقوق KMIC
Image caption د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک ویلي طالبانو جنرال خان اغا اڅکزی، چې د کندهار د قول اردو ملکي سلاکار و، د وري پر پنځمه ماښام مهال وژلی دی.

په وېډیو کې ظاهراً دغه کسان د دولت پرضد پر خپلو فعالیتونو اعتراف کوي.

ملي امنیت اداره وايي، ددغو کسانو په نیول کېدو سره یې کندهار ولایت کې د 'بې ګناه خلکو د وژل کېدو' مخه نیولې ده.

دغه کسان داسې مهال نیول شوي، چې یوه ورځ وړاندې کندهار ولایت کې د افغانستان د پوځ یو جګپوړی افسر د وسله والو له خوا ووژل شو.

د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک ویلي طالبانو جنرال خان اغا اڅکزی، چې د کندهار د قول اردو ملکي سلاکار و، د وري پر پنځمه ماښام مهال وژلی دی.

د نوموړي د وژلو مسؤولیت وسله والو طالبانو پرغاړه اخیستی دی.

ورته مطالب