د نارنج گل مشاعره دا ځل له سانسور پرته تر سره شوه

په ننګرهار کې د نارنج گل دوديزه کالنۍ مشاعره د گڼو شاعرانو، ليکوالانو او د شعر او ادب د مينه والو په گډون ترسره شوه.

داځل د مشاعرې پيل مېلې او نندارتون سره و.

مشاعره دتېر خلاف په لوبغالي کې وه اوله کوزې پښتونخوا نه هم ورته پښتانه شاعران ورغلي وو.

داځل جګړې نه ستایل کیدې او پر شاعرانو سانسور هم نه وو، خو پر مشاعرې دهېواد روانو حالاتو سیورى غوړولی و. مېله او موسیقي له سهاره وه او له غرمې وروسته شاعرانو خپل زړونه تش کړل.

Image caption مطیع الله تراب په مشاعره کې پر ځواکمنو واکمنو سترګه ونه سوځوله او ځینې ېې د ولس په خېر ونه بلل.

دننګرهار داطلاتو او کلتور ریس اورنګ صمیم له شاعرانو وغوښتل چې دهیواد پرټپونو رغیدونکې پټۍ کیږدي اوپه "رنګینو تورو دخلک فکرونه راڼه کړي".

دمشاعرې پیل تنکیو زلمو د نارنج ګل پر ستایلو وکړ او دمشاعرې دځای څنګ ته د غازي امان الله خان په مزار ېې دغه ګل ورینې لمحې ولورولي.

وتلي شاعر مطیع الله تراب چې دنظمونو دویلو ځانګړی انداز لري په نننۍ مشاعره کې يې پر ځواکمنو واکمنو سترګه ونه سوځوله او ځینې يې د ولس په خېر ونه بلل.

په افغانستان کې دهوا تودیده که څه هم دجګړو اندیښنې ډیرولی شي خو تنکی پسرلی بیا دهیواد شاعران په دغه ډول مېلو او مشاعرو کې سره را یوځای کوي ،چې ددې کال پیل يې په ننګرهار کې دنارنج ګل په مشاعره وشو په دومره توپیر چې داځل پکې میله هم وه.