په کندوز کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ نښتې شوې دي

د انځور حقوق MoD
Image caption افغان ځواکونه وايي په دغو عملياتو کې يې يو شمېر وسله وال وژلي دي

د افغانستان په شمال کندوز ولايت د افغان ځواکونو يو وياند غلام حضرت کريمي بي بي سي ته ويلي چې د جمعې ورځ (۲۵ مارچ) سهار د شيرخان بندر او کندوز ښار شاوخوا سيمو کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ نښتي پيل شوې چې تراوسه روانې دي.

نوموړی زياتوي تر دې مهاله په دغو نښتو کې د طالبانو سره تړلي ۱۲ وسله وال وژل شوي او ۱۰ تنه نور ټپيان شوي دي.

د ښاغلي کريمي په وينا په دغو عملياتو کې ناټو، د افغان ځواکونو هوايي ملاتړ کړی دی.

د ملي اردو دغه چارواکی وايي د عملياتو په ترڅ کې د "وسله والو طالبانو د خان اباد ولسوال هم وژل شوی دی".

طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

بل خوا د افغانستان د فاع وزارت په خپله خبرپاڼه کې د وژل شويو وسله والو طالبانو شمېر ۱۰ او د ټپيانو ۲۷ تنه ښودلی دی.

په دغه خبرپاڼه کې په دې ټينګار شوی چې ملي اردو به د دغه ولايت په ناامنه سيمو کې پوځي عمليات ترسره کړي.

تېر کال کندوز ښار وسله والو طالبانو نيولی و، چې ۱۴ ورځې وروسته بېرته ترې افغان ځواکونو ونيو او دغه سيمه يې له وسله والو طالبانو پاکه کړه.

افغان ولسمشر هغه مهال ویلي وو چې ده او ملي امنيت پرېکړه کړې چې کندوز ولايت به د حکومت له وسله والو مخالفينو پاک کړي.

سربېره پر دې چې کندوز ښار د افغان ځواکونو لاس ته ورغی دلته د وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو تر منځ نښتې روانې وې چې څو ځله د دغه ولايت ځينې ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدلې وې.

ورته مطالب