تېرکال افغانستان کې د نشه یي توکو نږدې ۷۰۰ قاچاقچیان نیول شوي

د افغانستان د جرمونو او نشه یي توکو پروړاندې د مبارزې عدلي او قضایي مرکز وایي، تېر لمریز کال کې ۶۹۳ کسان د نشه یي توکو او مسکراتو د ۵۳۴ قضیو په تړاو نیول شوي دي.

ددې مرکز ویاند احمد خالد موحد بي بي سي ته وویل، په دغو کسانو کې ۱۵ ښځې، ۳ ایرانيان، د دولت ۴۰ کارکوونکي او عادي وګړي شامل دي.

د موحد په وینا، دا کسان د نشه توکو پروړاندې د مبارزې پولیسو لخوا د قاچاق پرمهال نیول شوي، د ډېرو قضیې څېړل شوي او په اړه یې اړونده محکمې حکم صادر کړی دی.

هغه زیاته کړه، له دې ډلې ۱۸ کسان د کافي اسنادو د نشتوالي له امله د څېړنې پرمهال خوشي شوي او دوو نورو د کافي دلایلو د نشتوالي له امله له محکمې برائت موندلی دی.

ښاغلي موحد وویل، تېر کال کې د هیرویینو د تولید یو لابراتوار هم لمنځه وړل شوی دی.

د هغه په وینا، له دغو کسانو په ټوله کې ۶۳۸۰ کیلوګرامه هیرویین، ۱۵۱۹ کیلوګرامه مورفین، څه دپاسه ۲۷ ټنه تریاک، ۱۸۴ ټنه چرس، نږدې ۸ ټنه کیمیاوي مواد او تر ۴۰۰۰ لیټرو ډېر تیزاب چې له تریاکو څخه د هیرویين په جوړلو کې کارول کېږي، ترلاسه شوي دي.

ښاغلي موحد وویل، ترڅنګ یې ۱۸۰۰۰ لیټره الکولي مشروبات هم له دغو کسانو ضبط شوي دي.

هغه وویل، د افغانستان دولت په پام کې لري چې په راتلونکو ورځو کې دا مواد لمنځه یوسي.

ورته مطالب