افغان حکومت: "د هلمند خانشین ولسوالي مو بېرته ونیوه"

د انځور حقوق epa

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د سوېلي هلمند ولایت خانشین ولسوالۍ یې د پولیسو او پوځ د ځانګړو عملیاتو په پایله کې له طالبانو بېرته نیولې ده.

د کورنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ (د وري پر اتمه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د خانشین ولسوالۍ د بېرته نیولو عملیات تېره شپه پیل شول او ګهیځ ولسوالۍ د طالبانو له لاسه ووتله.

د قاري یوسف احمدي په نامه د طالبانو یوه ویاند بي بي سي ته په یوه لنډ راستولي پیغام کې ویلي: ''د خانشین ولسوالۍ مرکز کې د شپې له مخې ګډ عسکر پیاده شول خو د لمر له ختلو سره یوځای بېرته د الوتکو په مټ له سیمې وتښتېدل''.

د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ډېر جزییات نه دي ورکړل شوي، خو لیکي چې په عملیاتو کې افغان ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

نژدې لس ورځې وړاندې، په ځینو ناتایید شویو رپوټونو کې ویل شوي وو چې افغان ځواکونه له خانشین ولسوالۍ شاته شوي دي او دا سیمه وسله والو طالبانو نیولې ده.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک د طالبانو لاس ته ددغې ولسوالۍ د لوېدو خبر رد کړی و، خو ویلي یې وو چې د تېر کب پر ۲۴مه پر ځینو امنیتي پوستو طالبانو بریدونه کړي.

طالبانو ویلي وو، افغان حکومتي ځواکونه له یوې درنې نښتې له پوستو شا ته شوي او د خانشین ولسوالۍ مرکز د طالبانو لاس ته ورغلی.

طالبانو له ډېرو برخو د هلمند ولایت پر ځینو دولتي بنسټونو بریدونه پیل کړل او داسې انګیرل کېده چې ګني د دغه ولایت ځینې ستراتیژیکې برخې به د طالبانو لاس ته لوېدلې وي.

ورته مطالب