'د ننګرهار ۵۳ طالب او داعش جنګیاليو له جګړې لاس اخیستی'

د ټولو له منځه یوازې لسو کسانو يې د داعش تر قومندې لاندې جګړه کوله او پاتې نورو ویل په طالبانو پورې تړلي.
Image caption د ټولو له منځه یوازې لسو کسانو يې د داعش تر قومندې لاندې جګړه کوله او پاتې نورو ویل په طالبانو پورې تړلي.

په ننګرهار کې د "داعش" او طالبانو شاوخوا پنځوس وسله وال د سولې بهیر ته ورغلل. دغو وسله والو سپکې او درنې وسلې لرلې او ویل ېې که حکومت ورته لاره هواره کړي د افغان امنیتي ځواکونو په لیکو کې به خپل هېواد وساتي.

طالبان او داعش چې د یو بل غلیمان دي په اول ځل یوځايي خپلې وسلې پر ځمکه ږدي، چارواکي وايي تر اوسه په ننګرهار کې له ۸۰۰ ډېر وسله وال د سولې له بهیر سره یوځای شوي.

زموږ همکار نعمت الله کریاب د سولې له بهیر سره ددغو کسانو د یوځای کېدو مراسمو ته ته ورغلی چې وايي، د وسله والو ددغې جوپې شمېر ۵۳ پنځوس کسه وو، چې خپلې سپکې او درنې وسلې يې حکومت ته وسپارلې.

دا د نازیانو، اچین او کوټ ولسوالیو استوګن دي هلته چې داعش او طالبان د یو بل پرضد جګړه کوي.

د ټولو له منځه یوازې لسو کسانو يې د داعش تر قومندې لاندې جګړه کوله او پاتې نورو ویل په طالبانو پورې تړلي.

د ننګرهار والي سلیم کندوزي ویل له جنګه لاس اخیستونکو ته به د ښه ژوند د برابرولو لارې چارې جوړوي، هغه ددغو کسانو عادې ژوند ته راګرځېدل د ننګرهار د امنیت د ښه کېدو زېری وباله:

Image caption د سولې له بهیر سره یوځای شویو خپلې سپکې او درنې وسلې حکومت ته وسپارلې

"خوشبختانه نن په ننګرهار کې په اول ځل تقریباً ۵۳ کسان زموږ هغه وروڼه چې پخوا د خلکو په دسیسو غولېدلي وو او خپل ولس يې ځوراوه، دې نتیجې ته ورسېدل چې نور خپل ولس نه ځوروي او د خدای حکم، چې هغه د سولې حکم دی هغه حکم يې پر ځان ومانه او د سولې له پروګرام سره یو ځای شول".

په دغو وسله والو کې د یوې ډلې مشر چې خپل روسی بې مرمۍ راکټ يې په اوږه و، ویل يې کلونه کلونه له وسله والو طالبانو سره وو او په دې وروستیو کې داعش ته ورغی.

نور خان ویل په ټول جګړو کې يې برخه اخیستې او زاړه نژدې ټول ملګري يې وژل شوي. هغه ویل له دې وروسته به دده په خبره له خپل هېواد نه ساتنه کوي:

"موږ اول له امارت سره وو کله چې داعش امارت وواهه موږ داعش ته ورغلو، تور درې ته يې بوتلو هلته مو ټریننګ وکړ،بېرته راغلو او دلته مو په دې پوستو تعرضونه او بریدونه شروع کړل.

د بمونو ټوپکو بارودو او نورې شل قسمه صلاح ټریننګ يې راکاوه، په ډېرو جګړو کې مو برخه اخیستې، د پنځلسو ملګرو نه څلور پاتې یو نور شهیدان شول. موږ به خپله خاوره ددښمن نه ازادوو او تر هغه به جنګېږو، چې بېرته کېوتلی نه وي، د ځمکې له خیانت کوونکو سره به جنګېږو. "

د سولې له پروسې سره یوځای شوی بل کس د طالبانو جنګیالی وو، هغه ویل ځکه يې له جګړو لاس واخیست، چې په دوه جبهو (حکومت او داعش)کې ورته جنګېدل سخت شول.

د انځور حقوق Nangarhar Spokesperson
Image caption په دغو وسله والو کې د یوې ډلې مشر چې خپل روسی بې مرمۍ راکټ يې په اوږه و، ویل يې کلونه کلونه له وسله والو طالبانو سره وو او په دې وروستیو کې داعش ته ورغی.

الله حضرت ویل نور جګړو سړی کړی او د تل لپاره يې له وسلې سره مخه ښه کړې:

"په نازیانو کې مې کار کاوه (جنګ) بس خفه شو نور مو پکې ساعت نه تېرېده دداعش نه هم په عذاب وو ځکمې رانه نیولې وې، مالونه يې رانه بېولي نو پښې مو ترې راسپکې کړې بېرته خپل کلې ته نه شم ورتلی، له حکومت سره له زړه کلک ولاړ یم. "

تنکي زلموټي

په دغو وسله والو کې یو شمیر تنکي زلموټي هم وو، چې ویل يې له مجبوریته يې وسلې ته لاس کړی و.

ځینو يې ویل د پیسو په مقابل کې يې جګړه کوله، چار واکي وايي په دغو سیمو کې د افغان حکومت ځمکنیو عملیاتو او د نړیوالو ځواکونو بې پیلوټه الوتکو د وسله والو په ځانګړي ډول د داعش پخوانی زور مات کړی.

Image caption د سولې له پروسې سره یوځای شوی بل کس د طالبانو جنګیالی وو، هغه ویل ځکه يې له جګړو لاس واخیست، چې په دوه جبهو (حکومت او داعش)کې ورته جنګېدل سخت شول.

چارواکي وايي په اچین کې د بې پیلوټه الوتکې په تازه بریدونو کې نهه وسله وال وژل شوي. تر اوسه په ننګرهار کې له اته سوو ډېر کسان د سولې بهیر ته ورغلي، خو ځینې يې د نه پاملرنې له امله بېرته له وسله والو سره یوځای شوي.

وسله والو طالبانو په تازه غبرګون کې له حکومت سره د خپلو دري څلویښتو وسله والو د یوځای کېدو راپورونه پروپاګند بللی.

ورته مطالب