د افغانستان د کانونو وزیر استعفا ورکړې

داود شاه صبا د انځور حقوق MOMP
Image caption وړاندې، ښاغلي صبا د ناامنیو ډېروالی د کانونو د وضعیت پر خرابېدو پورې تړلی بللی و.

د افغانستان د کانونو وزارت ویاند ویلي، د کانونو وزیر داود شاه صبا استعفا وړاندې کړې ده.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني تر اوسه د کابینې د دغه وزیر استعفا نه ده منلې، او د ولسمشرۍ دفتر هم په دې تړاو کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د کانونو وزارت ویاند محي الدین نوري وايي: "د کانونو د وزیر د استعفا په اړه ډېر جزییات نه لرم، خو پخپله یې ویلي چې ارګ ته یې د یوه لیک په استولو سره د افغانستان ولسمشر ته خپله استعفا وړاندې کړې ده".

خو نه ښاغلي داود شاه صبا او نه هم د کانونو وزارت چارواکو د دغې استعفا د لامل په اړه کوم څه وړاندې کړي، خو په ځینو رسنیو کې ویل شوي، چې د استعفا لامل یې په حکومت کې د ځینو کړیو له خوا د واکونو محدودېدل ښودل شوي.

ښاغلي صبا له بي بي سي سره پخپله وروستۍ مرکه کې د افغانستان له کانونو نه د "زورواکانو له خوا د ناوړه ګټې اخیستنې" په تړاو ټینګه نیوکه کړې وه چې په وینا یې "د افغانستان کانونه چور تالان روان دی".

ده دا هم ویلي وو چې افغانستان دا مهال د لویو کانونو د استخراجولو لپاره چمتو نه دی.

د انځور حقوق Getty
Image caption د کانونو وزیر وویل، وزارت یې آن د سلو کانونو د څار توان هم نه لري.

د کانونو وزیر د کانونو د استخراجولو په تړاو پر لاسلیک شویو قراردادونو هم نیوکه وکړه او دغه قراردادونه یې د افغانستان په ګټه نه وو بللي.

داود شاه صبا د مخکیني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پرمهال د څو کلونو لپاره د هرات والي و.

ورته مطالب