کندوز کې د پوځ پر یوه قرارګاه په جګړه کې ۷ طالبان وژل شوي

د انځور حقوق d

د افغانستان شمال ختیځ ولایت کندوز په دشت ارچي ولسوالۍ کې د پوځ د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې ۷ طالبان وژل شوي دي.

د پامیر ۲۰ فرقې ویاند غلام حضرت کریمي بي بي سي ته وویل، په دې عملیات کې تېره شپه په شهروان سیمه کې د ناټو ځواکونو په هوایي ملاتړ د طالبانو یو پټنځای په نښه شوی دی.

د کریمي په وینا، ددې عملیاتو په لړ کې پنځه طالبان ټپیان شوي هم دي.

طالبانو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

له څلورو ورځو راهیسې کندوز ښار ته څېرمه په بوزي قندهار، زرخرید، تلوکه او حضرت سلطان دوراهي په سیمه کې چاڼيز عملیات روان دي.

د کندوز د والي ویاند عبدالواسع باسل وایي، په دې عملیاتو کې چې د کندوز ښار په شمال کې روان دي، تر اوسه ۳۱ اورپکي وژل شوي او نږدې ۴۰ نور ټپیان شوي دي. طالبانو دا ادعا بی بنسټه بللې ده.

ښاغلي باسل همداراز زیاته کړه، په دې عملیاتو کې د پوځ یو سرتېری وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.

کندوز د افغانستان په شمال ختیځ کې نسبتا ناامنه ولایت دی چې تېر کال د څو ورځو لپاره د طالبانو لاس ته ولوېد.

ورته مطالب