د افغانستان پارلمان ودانۍ شاوخوا ۴ راکټونه پرېوتي

د انځور حقوق

د افغانستان ولسي جرګې نن د کورنیو چارو وزارت سرپرست تاج محمد جاهد، د ملي امنیت عمومي ریاست سرپرست محمد مسعود اندرابي او لوی درستیز قدم شاه شهیم د مهمو امنیتي مسایلو په اړه استجواب کړي دي.

له دې امنیتي چارواکو د استجواب له پیلېدو سره سم، د افغانستان د پارلمان نوې ودانۍ شاوخوا ۴ راکټونه ولګېدل.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نجیب دانش بي بي سي ته وویل، په دې پېښه کې چاته زیان نه دی اوښتی او پولیس په دې اړه څېړنې کوي.

طالبانو ددې پېښې مسوولیت منلی او ادعا يې کړې چې د راکټونو لګېدو تلفات هم اړولي دي.

د افغانستان پارلمان د کابل ښار په لویدیځه څنډه دارالامان په سیمه کې دی. په دې سیمه کې د افغانستان د پوځ څو مرکزونه هم شته.

د افغانستان د پوځ ۱۱۱ فرقه چې د کابل ښار د ساتنې مسوولیت لري په دې سیمه کې پرته ده او ریشخور کې بیا کومانډو ځواکونه پراته دي.

له امنیتي چارواکو استجواب لا هم دوام لري.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د افغانستان د پارلمان پر پخوانۍ ودانۍ هم یو ځل ځانمرګی برید شوی و.

ورته مطالب