"د ملي یووالي حکومت ټاکنیز سمون کې پاتې راغلی"

Image caption ښاغلي رشید همداشان، د حکومت د ننه اختلافات، له دې بهیره د ځینو کسانو ګټه اخیسته او د ټاکنیزو اصلاحاتو څنګ ته کېدل په ټاکنیزو اصلاحاتو کې د حکومت د ناکامۍ بل لامل وباله.

د آزادې او عادلانه ټاکنو بنسټ "فیفا" وايي، د ملي یووالي حکومت تر اوسه په ټاکنیزو سمونونو راوستلو کې پاتې راغلی دی. فیفا د دې ناکامۍ لامل ټاکنیزو اصلاحاتو ته د حکومت د سیاسي هوډ نشتوالی او د حکومت د ننه اختلافات یاد کړي.

خو د ملي یووالي حکومت وايي، د ټاکنیز نظام اصلاحاتو راوستلو لپاره پر خپلو ژمنو ولاړ دی.

د فیفا اجرایوي مشر محمد یوسف رشید د چارشنبې په ورځ (وری ۱۱مه) یوې خبري ناستې ته وویل، حکومت په تېر یوه نیم کال کې ټاکنیزو اصلاحاتو ته د یوې اړتیا په سترګه نه کتل، بلکې داسې رویه یې ورسره کوله چې ګني د فشار او تپل کېدو له کبله یې منلو ته اړایستل شوی دی.

ښاغلي رشید همداشان، د حکومت د ننه اختلافات، له دې بهیره د ځینو کسانو ګټه اخیستنه او د ټاکنیزو اصلاحاتو څنګ ته کېدل په ټاکنیزو اصلاحاتو کې د حکومت د ناکامۍ بل لامل وباله.

ده وویل، تر اوسه د ټاکنیزو اصلاحاتو په برخه کې ترسره شوي کارونه تر ډېره ظاهري وو او د منځپانګې له اړخه یې هېڅ پاموړ پایله نه ده ورکړې:

''زما په اند د ملي یووالي حکومت تېر کال په ټاکنیزو بحثونو او ټاکنیزو اصلاحاتو کې پاتې راغلی او له همدې پتې نه د ناکامۍ نومرې ورکړل شي. هیله مو دا ده چې د روان کال تر پایه موږ بیا ناکام یا مشروط نه شو''.

ګوندي اختلافات

فیفا ټینګار کوي چې د ملي یووالي حکومت مشران باید خپل ګوندي اختلافات یوې خوا ته کړي او د خپلو ژمنو ترسره کولو لپاره لاس په کار شي.

د ملي یووالي حکومت جوړښت په سیاسي هوکړه لیک کې د ملي یووالي د حکومت د مشرانو اصلي ژمنې پر ټاکنیزو اصلاحاتو ورټولې وې.

ښاغلي رشید د ملي یووالي حکومت له مشرتابه خلکو ته د داسې ډاډ ورکولو غوښتنه وکړه، چې ټاکنیز کمیسیونونه به د نورو بنسټونو په څېر پخپلو کې نه سره وېشي.

ده وویل، نړیواله ټولنه دې هم د تېر کال له تجربو په ګټې اخیستو سره له حکومت سره همکاري وکړي چې په ټاکنیزو اصلاحاتو کې د خبرو پر ځای عملي ګام پورته کړي.

په دې غونډه کې د اجرایه ریاست د رسنیو د برخې سلاکار حشمت رادفر وویل، د ملي یووالي حکومت د ټاکنیز سمون په ژمنو ولاړ دی:

''د یوه دولت په توګه د افغانستان دولت د ټاکنیزو اصلاحاتو راوستلو ته ژمن دی، هغه که د ملي یووالي دولت د بنسټګرې سیاسي هوکړې پربنسټ وي، او یا له نړیوالو او مرستندویو ټولنو سره د شویو ژمنو پر اساس وي. موږ پر خپلو ژمنو ولاړ یو''.

فیفا په نننۍ ناسته کې هیله وښوده، چې روان کال د ټاکنیزو اصلاحاتو برخه کې له لاسته راوړنو ډک وي.

ورته مطالب