د کابل پولیسو پلازمېنه کې د اورښتونو اوبو تخلیې ته مټې بډوهلې

Image caption د کابل پولیسو پلازمېنه کې د اورښتونو اوبو تخلیې ته مټې بډوهلي

موسمي اورښتونو د افغانستان د پلازمېنې کابل څېره بدله کړې ده. پر مالي زیانونو او لږ ترلږه د ۱۵ کورونو ويجاړېدو سربېره د ځېنو لارو کوڅو بندېدو د خلکو شکایتونه پورته کړي دي.

تر اورښتونو وروسته کابل کې اوروژونکې ادارې خپل عملیات پیل کړي دي، خو دا ځل د اور وژلو لپاره نه، بلکې د اوبو د مهارولو لپاره.

دغو اورښتونو د کابل په څو برخو کې لکه د ښار مرکز تایمني سیمه کې هم خلکو او هم چارواکو ته لوی سرخوږی جوړ کړی.

له دوو شپو راهیسې د اوروژنې اداره هڅه کوي د ښار په واټونو کې د ولاړو اوبو غم وخوري، خو اغېزه یې نه لیدل کېږي.

Image caption په تایمني کې د اور وژنې ادارې کارکوونکي هڅه کوي اوبه د ټانکرونو په وسیله وباسي.

د کورنیو چارو وزارت کې د طبیعي پېښو ته د رسېدنې ادارې د عملیاتي قطعې قومندان عبدالعظیم اوریاخېل وایي، پولیس او اطفاییه د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې د سرکونو پاکول پیل کړي دي.

هغه وویل، په تایمني کې د پولیسو اته رنجر موټر او د اور وژنې ادارې لږ ترلږه ۵۲ کارکوونکي هڅه کوي اوبه د ټانکرونو په وسیله وباسي.

د کابل ښار په لږ ترلږه ۱۱ سیمو کې په لارو او کوڅو کې اوبه ولاړې دي. داسې ښکاري چې نه د پولیسو او نه هم د اوروژنې ادارې له لاسه څه پوره دي.

کابل کې یوه زده کوونکې مستوره وایي، د اوبو له امله ډېرې لارې بندې شوې او ښوونځیو کې د زده کوونکو او ښوونکو شمېر هم ډېر کم شوی دی. مستوره وایي، دولت باید د دې ستونزې لپاره بنسټیز حل ولټوي.

د کابل ډېر اوسېدونکي اړ کېږي چې له موزو او چتریو پرته په دغسې اوبو کې ورګډ شي او ځان خپلو کورونو یا هم کارځایونو ته ورسوي.

اصلي ستونزه دا ده چې ځېنې ویالې او کانالونه بند شوي او اوبه له کوڅو نه وځي. په ځېنو ځایونو کې خو آن د کورونو پر دروازو اوبه ورننوتې او لږ تر لږه ۱۵ کورونه یې له امله نړېدلي دي.

د لارو او کوڅو بند والي او د موټرو ټکر د خلکو غږ هم جګ کړی دی.

شمس الله حقاني چې ټونس موټر یې په یوه څلورلارې کې بند پاتې شوی و، وویل: "دولتي چارواکي د خلکو له درده څه خبر دي. خلک د یوې مړۍ ډوډۍ لپاره بهر وځي او له دا ډول ستونزو سره مخ کېږي، خو چارواکي په ماڼیو کې ژوند کوي او په چورلکو کې ګرځي، نو ځکه خو به بې خبره وي.

د کابل ښاروالۍ وایي، د ښار نږدې ۷۰ سلنه برخه په سټنډرډ ډول نه ده جوړه شوې، نفوس ډېر دی او د ستونزو حل کلونه وخت غواړي.

د کابل ښار د تنظیف رییس نثار احمد حبیبي وایي، د کابل ښار د معیاري کولو لپاره پر پروژو کار روان دی او موږ هڅه کوو چې د خلکو ستونزې حل کړو.

"خو دا موسمي اورښتونه دي او د کابل ښار په اسیا کې یواځینی ښار دی چې د کانالازیسیون سېسټم نه لري، نو باید د داسې حالت تمه ولرو."

کابل ښار کې د سېلابونو راوتلو ستونزه نوې نه ده. خو دا ځل د پولیسو ځواکونه ځکه میدان ته شول چې دولت تر جدي نیوکو لاندې راغی چې پلازمېنې ته پام نه کېږي.

ورته مطالب