د کورنیو چارو وزارت او لوی څارنوالۍ نوماندان پارلمان ته وپېژندل شول

د انځور حقوق Arg

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ نن دوشنبه (حمل/ وري ۱۶مه)، تاج محمد جاهد د کورنیو چارو نوي نوماند وزیر، محمد فرید حمیدي د نوماند لوی څارنوال او محمد زمان سنګري د افغانستان د سترې محکمې د غړي په توګه د باور رایې ترلاسه کولو لپاره ولسي جرګې ته وروپېژندل.

د افغانستان د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش ددغو نوماندانو د معرفي کولو په مراسمو کې وویل، اوسمهال په مرکز او ولایتونو کې د دولتي بنسټونو رهبري بشپړه شوې او یواځې دوه مورده پاتې چې په راتلونکو ورځو کې به جرګې ته وروپېژندل شي.

افغانستان کې د ملي یووالي حکومت د کار تر پیل کېدو ۲۰ میاشتې وروسته، لا هم د دې هېواد د ملي دفاع وزارت د سرپرست لخوا اداره کېږي او د رحمت الله نبیل په استعفا سره د ملي امنیت ریاست چارې هم سرپرست مخته وړي.

جنرال تاج محمد جاهد چې د کورنیو چارو د نوماند وزیر په توګه وړاندیز شوی، وړاندې تردې په لویدیځ ولایت هرات کې د ۲۰۷ ظفر قول اردو قومندان و.

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ د معلوماتو له مخې، جاهد له حربي پوهنتون نه فارغ شوی او نږدې ۲۲ کاله یې په بېلابېلو پوځي برخو کې دندې ترسره کړي دي.

محمد فرید حمیدي هم په جنایي علومو کې د افغانستان له پولیسو اکاډمۍ د لسانس په کچه فارغ شوی او د کابل پوهنتون په حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي کې یې هم د لسانس تر کچې زده کړې کړې دي.

حمیدي د جزا د حقوقو په برخه کې د ایران له آزاد اسلامي پوهنتون څخه ماسټري لري او دویمه ماسټري یې د امریکا له هاروارډ پوهنتون څخه د عامه ادارې په برخه کې کړې ده.

نوموړي په تېرو ۱۵ کلونو کې په حقوقي او قضایي برخه کې کار کړی دی.

د ملي یووالي حکومت د کار تر پیل وروسته، نور الحق علومي د افغانستان له پارلمان څخه د کورنیو چارو وزیر په توګه رایه واخسته، خو څه موده وړاندې یې استعفا وکړه.

لویه څارنوالي هم د دفاع وزارت په څېر د نوي حکومت له پیله تراوسه د سرپرست لخوا اداره کېږي.

ورته مطالب