د طالبانو اپ له ګوګل پلې څخه لرې کړل شوی دی

د انځور حقوق Getty

د طالبانو له خوا د انډرايډ موبايلونو لپاره جوړه شوی اپ يا پروګرام "العماره" د ګوګل پلې سټور څخه لرې کړل شوی دی.

دغه اپ په پښتو ژبه جوړ شوی و، چې د طالبانو د ډلې په اړه اعلاميې او ويډيوګانې په کې خپرې شوې وې.

د اپرېل مياشتې په لومړۍ ورځ خپور شوی اپ له څو ساعتونو وروسته لرې کړل شوی و، چې طالبانو دا يوه تخنيکي ستونزه بللې وه.

بي بي سي ته داسې ښکاري چې دغه پروګرام د ګوګل پلې د سخت دريځۍ په اړه د پاليسيو څخه د سرغړونې له امله لرې شوی دی.

د جهادي فعاليتونو د څارنې امريکايي سايټ، اينټل ګروپ دغه اپ موندلی و چې په اړه يې ګوګل پلې ته خبر ور کړی و.

ګوګل په دې اړه له خبرو کولو ډډه کړې ده.

خو په يوه خبرپاڼه کې يې ويلي، زموږ پاليسۍ د دې لپاره جوړې شوې دي چې د کارونکو لپاره ښه تجربه وړاندې کړي. ځکه موږ له ګوګل پلې څخه دغه پروګرام لري کړ.

د طالبانو يوه وياند د بلومبرګ خبري اژانس ته ويلي دغه اپ يا پروګرام د ټکنالوژۍ په برخه کې د دوی د "هڅو" برخه ده چې نور "نړيوال ليدونکي" پيدا کړي.