غني: د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته بې وزلي 'ډېره' شوې ده

د انځور حقوق arg

ولسمشر محمد اشرف غني وايي چې په هېواد کې یې غربت زیات شوی دی، ده چې د ګډې څارنې او انسجام بورډ د پرانیستو په مراسمو کې خبرې کولې، وویل افغانستان القاعده، داعش اوپاکستاني طالبانو هدف ګرځولی دی.

یاده ناسته پلازمېنه کابل کې جوړه شوې وه. د ناستې نړیوالو ګډونوالو غوښتنه کوله چې افغان دولت دې له اداري فساد سره ټینګه مبارزه وکړي او د افغانستان د بساینې لپاره دې لازیات کار وکړي.

ښاغلي غني وویل، په ۲۰۱۴ کال افغانستان کې د بې وزلۍ کچه ۴۹ سلنه وه، خو تر هغه مخکې په ۲۰۱۳ کال کې دا کچه ۴۶ سلنې وه.

ښاغلي غني وویل: ''په دې مسله کې د بهرنیو ځواکونو وتلو ډېر اغېز وکړ، ځکه دوی د اقتصاد لویه قوه وه او د اقتصاد ۴۰ سلنه یې له ځانه سره بهر ته یووړه''.

بل خوا د افغانستان د مالیې وزیر اکلیل حکیمي د ملګرو ملتونو او اروپايي ټولنې له ځانګړو استازو سره یوځای وویل، له افغانستان سره نړیوال مرستندویان د افغانستان د حکومت له کړنو 'راضي' دي، چې په وینا یې تمویلوونکي باید تر راتلونکو پنځو نورو کلونو پورې (تر ۲۰۲۰) له افغانستان سره خپلې ژمنې تازه کړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پخواني ځانګړي استازي نیکولاس هیسم وویل، افغانستان له ګڼو ننګونو سره مخامخ دی، چې تر ټولو لوی سرخوږی اداري فساد دی.

ده وویل، حکومت باید د مرستو غځولو په پار نړیواله ټولنه وهڅوي.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازي فرانز میشل ملبین هم وویل، هڅه یې دا ده چې د وارسا او بروکسل غونډې په بریالیتوب سره ترسره شي.

په پام کې ده چې په راتلونکې جولای میاشت کې د افغانستان د امنیتي مسلو لپاره د وارسا غونډه جوړه شي، او د بروکسل کنفرانس بیا په راتلونکې اکتوبر میاشت کې د افغانستان د پراختیايي مسلو لپاره جوړېدنکی دی.

ورته مطالب