'حکمتیار د جګړې ختمېدو لپاره له خپل اصلي شرط تېر شوی'

امین کریم
Image caption ښاغلی کریم دوه اونۍ وړاندې کابل ته راغلی، چې د سولې له عالي شورا او دولت سربېره یې، د سیاسي ګوندونو له استازو، مدني ټولنو، خبریالانو او د ښځو له فعالانو سره کتلي او خبرې کړې دي.

د افغانستان اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار د سولې لپاره له خپل اصلي شرط، یعنې له افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو له وتلو تېر شوی دی.

د اسلامي ګوند استازي امین کریم له اسوشېټېډ پرېس خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي، دغه ګوند د جګړې د ختمېدو لپاره کابل ته د بهرنیو ځواکونو د وتلو شرط نور نه وړاندې کوي.

نوموړی وايي، اسلامي ګوند د بهرنیو ځواکونو وتل یو شرط نه، بلکې یو هدف دی.

وړاندې، ګلبدین حکمتیار له افغان دولت سره د جوړجاړي او دایمي سولې او امنیت لپاره له افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو د وتلو، د ټولو سیاسي بندیانو د خوشي کولو، د یوه لنډمهالي او بې پرې حکومت د جوړېدو او دایمي اوربند رامنځ ته کېدو شرطونه وړاندې کړي وو.

ګلبدین حکمتیار د امریکا له خوا د 'نړیوالو ترهګرو' په نوملړ کې شامل شوی او ملګرو ملتونو هم هغه په 'تور لیست' کې راوستلی دی.

خو د اسلامي ګوند استازي امین کریم له بي بي سي سره په خبرو کې وویل: ''پر مجاهدینو او اسلامي ګوند تپل شوي بندیزونه، د جګړه ییزو خبرو او جنګي شرایطو غوښتونکي وو''.

افغان چارواکي وايي، له ګلبدین حکمتیار سره جوړجاړي ته رسېدل ګټور دي، او طالبان به د سولې له بهیر سره یوځای کېدو ته وهڅوي.

د انځور حقوق
Image caption وړاندې، ګلبدین حکمتیار له افغان دولت سره د جوړجاړي او دایمي سولې او امنیت لپاره له افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو د وتلو، د ټولو سیاسي بندیانو د خوشي کولو، د یوه لنډمهالي او بې پرې حکومت د جوړېدو او دایمي اوربند رامنځ ته کېدو شرطونه وړاندې کړي وو.

د افغانستان د ولسمشرۍ دفتر د ګلبدین حکمتیار ددغه ګام ستاینه کړې ده.

ښاغلی کریم دوه اونۍ وړاندې کابل ته راغلی، چې د سولې له عالي شورا او دولت سربېره یې، د سیاسي ګوندونو له استازو، مدني ټولنو، خبریالانو او د ښځو له فعالانو سره کتلي او خبرې کړې دي.

خو ځینې سیاسي شنونکي وايي، دا چې اوس د اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار عمر ۶۸ کلونو ته رسېدلی، د افغانستان په امنیتي او سیاسي ډګرونو کې به ډېر اغېزناکه نه وي.

د سیاسي چارو شنونکی وحید مژده وايي: ''له سیاسي اړخه، اسلامي ګوند تیت او پرک شوی. له پوځي پلوه هم اسلامي ګوند پاموړ ځواک او توان نه لري''.

افغان حکومت سولې ته د رسېدو په موخه له خپلو اصلي وسله والو مخالفانو (طالبانو) سره د سولې خبرې پیل کړې، چې په پام کې وه، د امریکا، چین، پاکستان په منځګړیتوب به د څلور اړخیزو خبرو پړاو د تېرې مارچ میاشتې په لومړۍ اونۍ پیل کړې وای.

ورته مطالب