موسکا، د خپلې سیمې یوازېنۍ روغتیاپاله

موسکا
Image caption ۲۱ کلنه موسکا مې د روغتیا پالانو د روزنې په دغه مرکز کې ولیده، هغه د لغمان له یوې لرې پرتې سیمې چې هلته دا مهال د وسله والو مخالفینو واکمني ده ولایتي مرکز مهترلام ته د قابلګۍ د زده کړې لپاره ورځي.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وایي دغه هېواد کې ۶۰ سلنه خلک لومړنیو روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی لري، چې ډېری خدمتونه په ښارونو کې دي.

زه د روغتیا د نړیوالې ورځې په پلمه د افغانستان یوې لرې پرتې سیمې ته په تکل له کابله ووتم، ختیځ ولایت لغمان ته په لاره مې له هغو روغتیايي کارکوونکو سره اړیکې نیولې چې راته ووايي دغلته ژوند د روغتیا له اړخه څه ډول دی. څه چې د هغه ولایت د روغتیا چارواکو راته ویل ۷۵ سلنه خلک یې لومړنیو روغتیايي اسانتیاوو ته لاسرسی لري، موږ په یوه باراني ورځ له لغمان ته په لاره وو، هغه لویه لار چې په ټرافیکي پېښو ډېره یاده ده دلته نو چې د موټرو په ټکر د خلکو ژوند ګواښي یو مشهور او په ټولو وسایلو سمبال روغتون مې تر سترګو نه شو، نو حتمي ده چې ورهاخو به د لغمان غرنۍ سیمې کله په ټوله مانا پوره روغتیايي اسانتیاوې ولري.

لس کاله پخوا په ټول لغمان ولایت کې یوه ډاکټره هم نه وه یوازې څلور پنځه نرس قابلو روغتیایي چارې مخ ته وړلې.

د دغه ولایت د روغتیا مشر عبداللطیف قیومي وایي اوسمهال د نرس قابلو شمېر له اتیاو اوړي خو متخصصو ښځینه وو ډاکټرانو شمېر په ټول ولایت کې ایله درې تنه دی.

Image caption زرغونه وایي وېره نه لري د ښځو لپاره کار کوي ان د وسله والو مخالفینو د مېرمنو هم درملنه کوي په دې نیت چې ګواکې یوه روغتیا پاله دې له ټولو سیاسي او مذهبي نومونو په څنډه وي.

د بهرنيو هېوادونه په مالي مرسته د دغه ولایت په ګډون په ټول افغانستان کې له تیرې یوې لسیزې د قابلو روزولو پروګرامونه روان دي.

د لغمان ولایت په مرکز مهترلام کې ۲۵ نجونې د قابلګۍ په انسټیټیوټ کې چې د ناروې او سویډن له خوا یې مالي لګښت ورکول کېږي زده کړې کوي. زده کوونکې له هغو سیمو دي چې واک یې د وسله والو مخالفینو لاس کې دی او ښځې یې په اسانۍ روغتیایي اسانتیاوې نه شي ترلاسه کولی ډاکټرانې څه ان قابلې او نرسانې هم دا سیمې نه لري.

۲۱ کلنه موسکا مې د روغتیا پالانو د روزنې په دغه مرکز کې ولیده، هغه د لغمان له یوې لرې پرتې سیمې چې هلته دا مهال د وسله والو مخالفینو واکمني ده ولایتي مرکز مهترلام ته د قابلګۍ د زده کړې لپاره ورځي.

د اونۍ له پیله تر پايه په لیلیه کې اوسیږي پنجشنبه او جمعه د خپلې کورنۍ لیدو ته ځي.

موسکا یوولسم ټولګي کې وه چې وسله والو مخالفینو یې ښوونځی پرمخ وتاړه.

Image caption دي د قابلو د انسټیټوټ مدیره ماریا شیرزاد وایي د دوی د پالیسۍ له مخې که ددې قابلو زړه هم نه وي مجبوره دي خپلې سیمې کې کار وکړي .

د موسکا د اوسېدو په سیمه کې له ۶۰۰ ډېرې کورنۍ ژوند کوي خو دا وایي لا هم یو ښځینه یا نارینه ډاکټر نشته، د موسکا له کلي تر مهترلامه په موټر کې یو ساعت او دېرش دقیقي مزل دی.

له هغې ورځې چې د موسکا د کلي یوه مور د ماشوم د زیږون پرمهال د ښځینه ډاکټرې په نشتوالي کې مړه شوې، دې ملا وتړله چې ‎دې برخې ته به کار کوي.

د زده کړو وروستی کال یې دی، په روغتون کې عملي زده کړې کوي، خورا لېواله ده چې د خپل کلي خدمت لپاره ژر ولاړه شي. وایي پلار یې له دې سره همغږی نه و، خو مبارزې یې رنګ راوړ.

په تېرو ۱۵ کلونو کې له دې پرته څلور پړاوه قابلې دلته فارغې شوي دي د قابلو د انسټیټوټ مدیره ماریا شیرزاد وایي د دوی د پالیسۍ له مخې که ددې قابلو زړه هم نه وي مجبوره دي خپلې سیمې کې کار وکړي.

په مرکز مهترلام کې مې د زرغونې نیازۍ په نوم له هغې ډاکټرې سره خبرې وکړې چې د جمعې په ورځ هغې سیمې ته ورځي چېرته چې موسکا به په کې یوازنۍ روغتیايي کارکوونکې وي.

دا د زرغونې یوازېنۍ د رخصت ورځ وي چې دا يي په کار کې لري، خو خپله دغه یوه ورځ رخصتي هم د هغو ښځو له درملنې قربانوي چې په اسانۍ یې له لرې پرتو سیمو ډاکټرانو ته لاس نه رسي.

زرغونه وایي ویره نه لري د ښځو لپاره کار کوي ان د وسله والو مخالفینو د مېرمنو هم درملنه کوي په دې نیت چې ګواکې یوه روغتیا پاله دې له ټولو سیاسي او مذهبي نومونو په څنډه وي.

په لغمان ولایت کې د قابلو شمېر ورځ تر بلې ډېرېږي. خو متخصصې او معالجوي ډاکټرانې لا هم د ګوتو په شمار دي. ډېر وخت د ښځو برخه کې بېړني ناروغان ننګرهار ولایت ته وړل کېږي په ۷۵ سلنه روغتیایي خدمتونو کې لا هم د حالاتو په لیدو د ښځو اسانتیاوې ډېرې نه دي.

په ټول لغمان کې د ولایت په کچه یو دولتي روغتون دی چې لا هم په معیار نه دی برابر ترڅنګ یې په بېلابېلو سیمو کې ۴۰ روغتیايي مرکزونه ودان دي.

Image caption موسکا ۱۱ ټولګي کې وه چې وسله والو مخالفینو یې ښوونځی پرمخ وتاړه.

یو روغتون په نشه یې توکو د روږدو کسانو د درملنې لپاره جوړ شوی. چارواکي وایي لا هم په دې ولایت کې ډېری سیمې او کلي شته چې روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی نه لري خو د روغتیا مشر یې وایي هڅې یې روانې کړي چې دا سیمې هم وپوښي او تر هر څه مخکې لغمان د یوه ولایتي روغتون څښتن کړي، هغه ولایت چې مرکزي روغتون یې لا د ولسوالۍ په کچه فعالیت کوي.

ورته مطالب