پکتيکا کې بې پيلوټه الوتکې گڼ کسان وژلي

د انځور حقوق bbc

د بې پيلوټه الوتکو دوو غبرګو بریدونو د پکتیکا ولایت په سرحدي ولسوالی ګومل کې تر شلو پورې کسان وژلي دي.

د وژل شويو کسانو د شمېر او هویت په اړه بېلابېل ریپوټونه ورکول کیږي.

د پکتیکا ولایت امنیې قوماندان، جنرال زړه ور زاهد، وايي چې بریدونه بهرنیو ځواکونو کړي او دوی په جریان کې نه دي، خو د هغو معلوماتو له مخې چې بهرنیو ځواکونو دوی ته ورکړي دي، په دوو بریدونو کې ١٤ وسله وال طالبان وژل شوي دي. دى ادعا کوي چې "وژل شوي کسان پیژندل شوي طالبان وو ".

خو د پکتیکا د ولایتي شوری مرستیال او د همدې سیمې اوسیدونکی، نعمت الله ببري،بي بي سي ته وویل چې په دوو بریدونو کې ١٧ کسان وژل شوي او ټول ملکي وګړي دي.

ده وويل " لومړنى برید پر هغو کسانو شوی دی چې په يو پک اپ موټر کې سپار وو، له بازار نه وتلي وو، کلي ته روان وو، ټول ملکیان وو، له هیڅ وسله والې ډلې سره یې تړاو نه درلود، په دویم برید کې په موټرسایکلو هغه سپاره وژل شوي چې ياد شوي موټر پسې ور روان وو"

ښاغلی ببری مني چې له یو شمیر وژل شوو کسانو سره وسلې وې، خو ده وویل چې هلته خلک په خپلو منځونو کې قومي، شخضي او د طالبانو له یو شمیرګروپونو سره امنیتي ستونزې لري نو له مجبوریته یې ځینې کسان له ځانونو سره سپکې وسلې ګرځوي.

وسله والو طالبانو د پکتیکا په بریونو کې د خپلو کسانو ژل رد کړي دي.

ګومل د پکتیکا سرحدي ولسوالي ده، له جنوبي وزیرستان سره پوله لري، چې د افغان دولت پرې بشپړه واکمني نه لري.

څو میاشتې وړاندې همدې سيمه کې د طالبانو د دوو ګروپونو ترمنځ وسله والې نښتې شوې وې چې یو لوری یې د داعش پلویان بلل شوي و.