میندې کلابندې په جګړو کې

Image caption زه د خپلې ټولنې کومه نازولې نه وم چې چادري په سرول دې راته ګران وي،‎ خو کله چې یوه خبره د زور شي نو انسان په کې هېڅکله سکون نه شي موندلی.

زه د خپلې ټولنې کومه نازولې نه وم چې چادري په سرول دې راته ګران وي،‎ خو کله چې یوه خبره د زور شي نو انسان په کې هېڅکله سکون نه شي موندلی.

جبر و که هر څه و کېده، خو تر دې هاخوا چې د یو چا ساه تنګولی شي، خپل کلي کور ته د وېرې له سیوري سره مزل دی.

د هیواد ختیځ لور ته تللم ،په پاخه سړک مې هم ژامې رېږدېدلې ځکه د افغانستان حالات اوس دا ډول دي چې له ښاره کلي ته تلل او له هاخوا د ښار دروازه ټکول دواړه بې پوښتنو نه وي. د ښار جامې په کلي کې ګناه ګارې دي او د کلي هغه په ښار کې زولانه کېدی شي.

دا هر څه مې په لاره د فکر کیسه وه د چادرۍ له واړه جاله مې لویه نړۍ په ډېره وېره لیده. خلک چې خپلو ته نږدې شي نو ډاډمن شي،‍ خو زه چې خپل کلي ته رسېدم ساه مې بنده بنده کېده کابل کې راته ویل شوي و چې د ولایت له مرکزه زموږ تر ولسوالۍ په لویو لارو د وسلوالو مخالفینو پوستې او د جنګیالیو پلټنځایونه شته .

د کورنۍ غړي مې هم راسره و خپل کلي ته مېلمنه تلم د موټر په هنداره کې د خپلې چادرۍ په تماشه وم چې کلیواله به ښکارم که نه ؟پسرلي انګازې کولې سمسمور باغونه پولې او پټي ښکلي ښکارېدل.

د انځور حقوق Getty

موټر چلوونکی په لاره کې غلی و یوه نیمه خبره به یې زما له نیکه سره کوله خبرو ته یې غوږ غوږ وم ویل یې: پسرلی په موږ غم دی فصلونه چې شنه شي لارې لا پسې خطري شي هره پوله کې وسله وال مخالفین وي له موټرو خلک ښکته کوي.

نه د دولت او نه طالب ژوند عادي دی

عجیبه وه راته د سیمې په خلکو د طبیعت ښکلا دروند بار وه وېره یې ترې کېده.

Image caption پسرلي انګازې کولې سمسمور باغونه پولې او پټي ښکلي ښکارېدل.

په پخو سړکونو د پولیسو، اردو او سیمه ییزو پولیسو پوستې پرېمانه وې ناشونې راته برېښده چې سیمه کې دې وسله وال مخالفین وي. له وېرې مې له موټره ډېر بهر نه کتل یوازې یو ځل د سیمه ییزو پولیسو یو عسکر زموږ موټر ودراوه همدا پوښتنه یې وکړه له کوم ځایه راغلې؟ چېرته ځئ؟ چې ځواب یې واخیست موټر حرکت وکړ له یوه ساعته مزل وروسته د خپل مورني نیکه کورته ورسېدو. یو وخت دې سیمه کې نه دولت و او نه طالب ژوند عادي و د جګړې او نا امنۍ لا څرک نه و اوس نو دا سیمه د طالبانو تر ولکې لاندې ده.

اوسیدونکو یې ویل چې نیږدې څلور میاشتې وړاندې افغان دولت هوایي عملیات کړي و.دې سیمه کې د لمر تر پریوتو وروسته د ډار احساس کیده دا ویره هم وه چې دولت هوایي عملیات ونه کړي د سیمې اوسیدونکي هم وېرېدل زما لپاره دپردیو سړو سره خبرې ګران کار و چې مې د سیمې دحالاتو په تړاو څوک پوښتلی خو دا لاره راته هم وه چې د ځینو وسلوالو مخالفینو له میرمنو سره وګورم او ويي پوښتم .

په ټوله کې افغان ښارونو کې انګیرنه داده چې ګواکې وسله وال مخالفین له پاکستانه راځي او په پټه فعالیتونه کوي موږ په ښار کې فکر کو چې د افغان دولت وسله وال مخالفین به د غرو په ډډو کې ژوند کوي په غرو رغو به ګرځي.

له خلکو سره یې راشه درشه هم ډېر جدي ده خو دا فکر په ډېرو سیمو کې سم نه خېژي، ډېر سیمه ییز وسله وال مخالفین له کور کلي راټول وي هلته چې جګړه کوي کور او کورنۍ یې هم دغلته وي ان چاپېریال یې د خپل فکر ولکه ګرځولی ما چې د دوی له میندو او مېرمنو سره خبرې کولې.

باتور مېړونه

د انځور حقوق Getty

مېرمنو خپلو مېړونه باتور یادول د جهاد سر لاري یې ګڼل دولت او دولت پلویانو ته یې په ښه سترګه نه کتل د دوې په خپله ژبه د کفارو دولت یې ګڼه. میندې د خپلو زامنو جهاد ته خوشحاله وې خویندې به نازېدې چې وروڼه طالب مجاهدین دي خو دا د دغه سیمې یو رسمي رنګ و کله څوک په ډاګه دغه ډول ځای کې ویلی شي چې دا وسله وال په سم نه دي او بیا دا خو فطرتاً نه شي کیدای چې د افغانستان په څېر د سړو سالارې ټولنې یوه مېرمن ان یوه مور دې خپل بچي ته په مخکې ودرېږي هغه که هره پرېکړه کوي خپله یې وي مېرمنې او میندې تور سرې یادېږي او یوازې په ملاتړ یې د دوعا ځولۍ غوړوي او یا چې درد ورته ورسېږي د کټ په بازو یې ژړا ته ناسته وي.

نو هلته حتمي ده چې نجونې او مېرمنې ځان نېکمرغه ګڼي چې وسله والو مخالفینو ته ډوډۍ پخوي جامې یې مینځي ځان د دوې په جهاد کې شریک ګڼي. له مذهبي اړخه دوی وایي دا ستر ثواب دی.

د طالب کورنیو مېرمنې په دې باور دي چې هره یوه لس پنځلس زامن نړۍ ته راوړي او د جهاد لپاره یې ستر کړي. هغه میندې چې زامن یې په افغان امنیتي ځواکونو کې وي دوې ورته په ښه سترګه نه ګوري. د یوې مور کیسه دردوونکې وه زوی یې اردو کې و هلمند کې وسله والو مخالفینو وژلی و د جنازې حق یې په دې کلي کې نه و جنازه یې مرکز کې کړې وه کلي کې خاوروته وسپاره.

دغلته ټیلېفونونه د شپې له اوه بجو نه وروسته د وسله والو مخالفینو له خوا بندېږي.

د انځور حقوق Getty

دوه شپې دغلته پاتې شوم د پلار سیمې ته راغلم ړنګه ښکاریده پسرلنۍ هوا یې د باروتو بوی کوه اته میاشتې وړاندې دغلته د سیمیزو پولیسو پوستې وې طالبانو د شپې له خوا برید وکړ پوستې یې وسوځولې سیمه یې ولکه کې ونیوله.

دغه سیمه له مرکز سره یو پله چې د دې سیمې په لوې سیند ودان دی تړلې مرکزاو دا سیمه نیم ساعت واټن لري .بل دا چې د همدې پله سر ته د اردو او پولیسو لوې کمپ دی. دې کمپ سره بیا واټن لس دقیقې ده.

د عملیاتو اوازه

ځایي خلکو . ویل دلته جګړه د یوې ورځې خبره نه ده. څومره چې سیمې پراخه دي هومره جګړه خوره ده. جبهي جګړې ته ورته ده که طالب څه ونه وایي افغان ځواکونه هم ځان غلی نیسي حالات بیخي ډاروونکي و دولتي کسانو ترې کډه کړې خلک یې جګړو ویرولي چې هوایي ډزې هم وشي سرونه له زنګانه نه پورته کوي خلک هم ډيری له طالب واکمنۍ خوښ و، هغه مهال ژوندي مړه وي چې د حکومت د عملیاتو اوازه شي او طالبان هم خپلو پوستو کې وي بیا نو یو کس هم خپل کور کې نشې لیدی.

د ښونځیو پوښتنه مې وکړه نجونې تر شپږم ټولګي ورتلې. په هلکانو بیا جبري زده کړې دي. هغه نجونې چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې سیمو نه د مرکز دارالمعلمین ته تللې میاشت به کېده چې کورنیو ته یې د نه تلو ګواښ شوی که لاړې وژل کیږي.

څو ځایه مې وسله وال مخالفین له نژدې ولیدل له ښځینه وو سره یې چلند په درناوي و که به موټر کې و نو موټر یې نه ودروه دا دافغانې ټولنې یو اصل هم دی ان په لویو دوښمنیو کې له میرمنو سره څوک کار نه لري.

پرمختګ که شاتګ!

ما چې څومره د خپلې سیمې د مېرمنو جاج واخیسته دا څرک راته لګېده چې موږ له خبرو سره څومره په واټن کې ژوند لرو.

دلته د ښځو د حق خبره یوازې په څو دفترونو او څو خولورو ښځو پورې تړلې د کلي ژوند له کلونو مخکې هاغسې هم نه دی وروسته به تللی وي، خو د پرمختګ دعوه یې نه شو کولی ، کلیوالو مېرمنو ته زما په څېر د چادرۍ په سرول زړه تنګي نه ده، هغوی که وپوښتې د زړه دردونه یې نور دي، د طالب، پوځي او په ډاګیز میدان د ښکار شوي بې نومه زلمي جسد که د کلي هدیرې ته ځي نو به یې غم د مور مېرمنې او خورکۍ د زړه په وره ننوځي، د هغې بې وسې بوډۍ له سترګو یې موندلی شې چې د سولې په نوم یې په سترګو کې اوښکې ورغړي او تندی یې تریو شي نو څومره غمونه به یې په یوه ګړۍ کې مخې ته ودرېږي.

زه ایله یوه اونۍ دغلته وم چې ډیرې کیسې راته غمونکې وې او د هغه چا دې خدای مل شي چې عمر یې دغلته دی او ددغو کیسې برخې دي.

ورته مطالب