افغانستان کې د شکرې ناروغي 'بې ساري ډول' په ډېرېدو ده

د انځور حقوق MoPH
Image caption د افغانستان د روغتیا وزارت د شکر ناروغۍ د درملنې لپاره د جدي اقداماتو غوښتنه کړې

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی چې د شکرې ناروغۍ د میلیونونو افغانانو روغتیا ته ګواښ پېښ کړی او په بې سارې توګه د پراختیا په حال کې ده.

د روغتیا وزارت چارواکي او د روغتیا نړیوال سازمان استازو د اټکل له مخې شاوخوا دوه نیم میلیونه وګړي په افغانستان کې د شکرې له ناروغۍ څخه ځورېږي.

د افغانستان د روغتیا وزارت د دغې ناروغۍ د درملنې لپاره د جدي اقداماتو غوښتنه کړې.

د روغتیا وزارت په دغه هېواد کې د شکرې ناروغۍ لومړني عوامل د ناسالمو خوړو څخه ګټه اخیستل، زیت وزن او د فزیکي فعالیت کموالی په ګوته کړل. دوی وویل، دغه ناروغۍ په افغانستان کې په چټکۍ سره د پراختیا په حال کې ده.

د روغتیا وزارت او د روغتیا نړیوال سازمان د اټکل له مخې اته سلنه د افغانستان وګړي د شکرې له ناروغۍ څخه ځورېږي. د دغه هېواد د روغتیا وزارت مرستیال احمد جان نعیم چې د روغتیا نړیوالې ورځې د لمانځلو په غونډه کې کابل کې خبرې کولې وویل، که چېرې د شکرې ناروغۍ کنټرول نه شي نو ښې پایلې به و نه لري.

نوموړی وايي "د شکر ناروغۍ یوه د وقایې او کنټرول وړ ناروغي ده، که د مخنیوي لپاره یې سم اقدامات ترسره شي نو له خطرناکو ناروغیو لکه د زړه درېدل، د مغزو سکته د سترګو له ړندېدو څخه مخنیوی کېدلی شي. د پښو زخم کېدل هم د شکرې ناروغۍ له کبله وي چې په سختو حالاتو کې دا غړي باید قطع شي".

د انځور حقوق Thinkstock

سره له دې چې په افغانستان کې د شکرې په ناروغۍ اخته کسانو کره شمېرې له تېرو کلونو څخه نه دي څرګندې خو اوس د دغې ناروغۍ زیاتوالی د روغتیا وزارت او د روغتیا نړیوال سازمان اندېښمن کړی دی او دغو دوو سازمانونو په دې برخه کې د جدي پاملرنې غوښتنه کړې ده.

د نړیوال روغتیايي سازمان استازې سوپریا وویل، د دغې ناروغۍ پېټی ټول حس کوي.

نوموړی وايي "د شکر ناروغۍ دروند پېټی وګړي، کورنۍ، ټولنه او د روغتیا برخه یې حس کوي، خو په ډېری مواردو کې د دغې ناروغۍ وقایه کېدلی شي او ټول موارد یې کېدای شي تشخیص او څارل شي. منظم سپورت، روغتيايي خواړه او د سګريټو نه څکول د شکرې ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره اړین ګامونه دي".

د روغتیا د نړیوال سازمان د شمېرو پر بنسټ، د نړۍ د وګړو ۹ سلنه د شکر له ناروغۍ کړېږي چې هرکال د دغې ناروغۍ له کبله یو نیم میلیون کسان، یعنې هره ورځ څلور کسان مري.

دغه سازمان اټکل کوي چې د شکر ناروغي به تر ۲۰۳۰ کال پورې په نړۍ کې د مړینې اووم لوی لامل وګرځي.

ورته مطالب