نظرپوښتنه: 'ډېری' افغانان د ولسي جرګې له کړنو ناخوښ دي

Image caption د فوکس بنسټ چارواکي وايي، له مصاحبه شویو کسانو ۵۲ سلنې یې ويلي، په راتلونکو پارلماني ټاکنو کې به برخه نه اخلي.

په افغانستان کې یوه نوې نظرپوښتنه ښيي چې ډېری خلک په ولسي جرګه کې د استازو له چارو او کړنو ناراضه دي.

د 'فوکس' په نامه یوه بنسټ چې له مدني ټولنې سره هم همکاري کوي، د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې له لسو زرو ډېرو کسانو سره دغه نظرپوښتنه ترسره کړې.

د فوکس بنسټ چارواکي وايي، له مصاحبه شویو کسانو ۵۲ سلنې یې ويلي، په راتلونکو پارلماني ټاکنو کې به برخه نه اخلي.

د افغانستان پارلمان په ولسي جرګې کې د استازو په کړنو نیوکې مني خو وايي، د دغې نظرپوښتنې له جزئياتو سره موافق نه دی.

د دغې نظر پوښتنې اصلي موخه د افغانانو له نظره د افغانستان په ولسي جرګه کې د شپاړسم پړاو د استازو د چارو او کړنو ارزونه ده. په نظرپوښتنه کې ۸۷ سلنه مرکه شوي کسان په ولسي جرګه کې د وکیلانو له کړنو ناراضه دي.

د دغه بنسټ اجرايي مشر نجیب الله ازاد وايي، د نظرپوښتنې ارزونې یې ښيي، چې په تېرو ولسمشریزنو ټاکنو کې د خلکو د سربدالۍ له کبله، تر ۵۲ ډېرې سلنې ګډونوالو ویلي په راتلونکو پارلماني ټاکنو کې به ګډون ونه کړي.

په دغه نظرپوښتنه کې له پوښتل شویو کسانو پنځه پوښتنې شوې، چې په دې کې ډېری یې د دې غوښتونکي وو چې هر ولایت دې په پنځو ټاکنیزو حوزو ووېشل شي.

کمزوري اړیکي

د خلکو او ولسي جرګه کې د دوی استازو ترمنځ کمزورې اړیکې او په فساد کې د دغو استازو ښکېلتیا هغه څه و چې خلکو په دې نظرپوښتنه کې په اړه ناخوښيي ښودلې.

همدارنګه په نظر پوښتنه کې پوښتل شویو کسانو د ولسي جرګې شل غړي چې لس یې ښځې او لس یې نارینه دي ښه چوپړ کوونکي استازو په توګه په ګوته کړي.

د دې ترڅنګ د افغانستان ولسي جرګه د دولت د درې ګونې قوې په کړنو نیوکې مني.

د ولسي جرګې لومړی مرستیال عبدالظاهر قدیر وايي، له وکیلانو د خلکو د ناخوښۍ لامل د حکومت ضعیفې کړنې دي.

ښاغلی قدیر په فساد کې د وکیلانو لاس لرل ردوي، خو وايي، په ولسي جرګه کې فساد په حکومت کې د فساد تر کچې نه دي.

Image caption د 'فوکس' په نامه یوه بنسټ چې له مدني ټولنې سره هم همکاري کوي، د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې له لس زرو ډېرو کسانو سره دغه نظرپوښتنه ترسره کړې.

سره له دې چې د ولسي جرګې شپاړسم پړاو پای ته رسېدلی، خو د ولسي جرګې په ټاکنو کې د ځنډ له کبله د دغو وکیلانو د کار مهال د ټاکنو پر ترسره کیدو پورې غځول شوی.

د افغانستان دولت د ولسي جرګې د ټاکنو نېټه یې د روان کال د تلې میاشتې ۲۴ مه اعلان کړې، خو لا یې د ټاکنو په کمیسییون کې اصلاحات نه دي راوسلتي.

ورته مطالب