ماین چاودنې د افغانستان پوهنې وزارت دوه کارکوونکي ووژل

د انځور حقوق f

د افغانستان د پوهنې وزارت چارواکي وایي، وزارت د کارکوونکو لېږدوونکی موټر په کابل کې د یوې چاودنې هدف ګرځېدلی چې له امله یې دوه کسان وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي.

ددې وزارت ویاند مجیب مهرداد بي بي سي ته وویل، د وزارت کارکوونکي په یوه کرایه کړي شخصي موټر کې له خپلو کورونو د دفتر پر لور روان و چې پر موټر یې چاودنه وشوه.

هغه وویل، کاسټر ډوله موټر کې ټول سپاره کسان د پوهنې وزارت کارکوونکي وو.

د پوهنې وزارت د نشراتو رییس محمد کبیر حقمل بي بي سي ته وویل، چاودنه نن سهار ۷ بجې (ځایي وخت) د کابل بګرامي ولسوالۍ په کمري سیمه کې شوې ده.

حقمل وویل، د پوهنې وزارت یوه ملکي اداره ده چې د افغانستان د ټول ولس لپاره فعالیت کوي او هېڅکله باید د بریدونو هدف ونه ګرځي.

"د پوهنې وزارت د یوه بېطرفه، غیرنظامي او غیرسیاسي بنسټ په توګه دغه ډول غیرانساني، غیراسلامي او وحشیانه بریدونه او چاودنې غندو او یو ځل بیا روښانه کوو چې زموږ غیرسیاسي فعالیتونه چې ددې اولس د بچیانو لپاره دي، هغه دې داسې بریدونو سره نه په نښه کوي او نه دې زیانمنوي."

ښاغلي حقمل وویل، دوی یواځې چاودنه تاییدولی شي، په دې اړه نور معلومات د امنیتي بنسټونو کار دی.

تراوسه ددې چاودنې مسوولیت چا نه دی منلی.

ورته مطالب