اشرف غني: سختو ورځو کې هېواد پرېښودونکو سره خواخوږي نه لرم

Image caption ښاغلى غني وايي "د ولسمشر په توگه زما مسولیت دی چې یقیني کړم زما له خلکو دفاع کېږي او هغو ته چې ژمن دي او پاتې کېږي، مساوي فرصتونه برابرېږي. څوک چې وځي دا یې خپله خوښه ده".

ولسمشر محمد اشرف غني وایي، د افغانستان خلکو په تېره بیا پوهو کسانو ته پکار ده چې په سخت حالت کې هېواد کې پاتې شي او هغه چې له هېواده وتل غوره بولي او له مرگونو لارو اروپا ته ځي، دی ورسره خواخوږي نه لري.

ښاغلي غني له بي بي سي سره په ځانگړې مرکه کې وویل، د ژوند کومې اسانتیاوې چې د افغانستان خلک بهر کې لټوي، هېواد کې دننه یې باید د برابرولو لپاره سره لاسونه ورکړي.

"هېوادونه په دې روغ نه پاتې کېږي، چې غوره خلک یې د تېښتې هڅه وکړي. نو زه په دې برخه کې خواخوږي نه لرم. زما موخه دا ده، چې دا باوري کړم، چې زما خلک له عزت، هیلې او هوډ سره ژوند وکړي. موږ باید د گواښونو پر وړاندې ودرېږو."

تېر ۲۰۱۵ کال کې تر یو میلیون ډېر وگړي، له افغانستان، عراق او سوریې نه د یونان له لارې اروپا ته کډوال شول. په دغو کې یوازې ۱۵۴۰۰۰ افغانانو جرمني کې پناه غوښتې وه.

ښاغلی غني وايي، له خپل حکومت څخه د افغانستان د خلکو تمه ډېره لوړه ده، خو دی هڅه کوي د هغوی د اړتیاوو پوره کولو لپاره لا ډېر کار وکړي. دی وایي، که څه هم ستونزې ډېرې دي، خو راتلونکي ته هیله شته.

د افغانستان ولسمشر په دې مرکه کې له طالبانو او اسلامي دولت نومې ډلې (داعش) سره د افغانستان حکومت پر جگړې او همداراز له پاکستان سره پر اړیکو او ځېنو نورو موضوع گانو د بي بي سي د یلدا حکیم پوښتنو ته ځواب ویلی.

بشپړه مرکه دلته لوستلی شئ!

پوښتنه: ښاغلی ولسمشر! تاسې له تېرو ٥٤٣ ورځو راهیسې په واک کې یاست. څه فکر کوئ، کارونه مو څنگه روان دي؟

ځواب: د لوري له پلوه سم روان یو. د لاسته راوړنو له پلوه مو ځینې مهمې بریاوې خپلې کړې دي، خو د خلکو د اړتیاو او تمو د پوره کولو لپاره لا هم ډېر کار باید وکړو.

پوښتنه: په ریښتیا هم، ځکه موږ وینو چې له دغه هېواده ډېر زیات خلک په وتو دي.

ځواب: په دې کې د راښکون او ویستلو دواړه فکټورونه شته. د راښکون فکټور په کې دا دی، چې دا د ځمکې پر مخ په خورا سره تړلو ټولنو کې یوه ده. ځکه موږ د کډوالو په یوه هېواد بدل شوي و. په اروپا، متحده ایالاتو، شمالي امریکا او استرالیا کې لږ تر لږه یو مېلیون داسې خلک لرو، چې هلته مېشت شوي دي. دوی یو میلیون داسې تړاوونه لري چې له نورو سره یې نښلوي. نو هغوی ور پورې تړلي وگړي خپلې خوا ته راکاږي، او په دې کار کې ډېر بریالي هم دي. موږ پر خپلو افغانانو ډېر ویاړو. او دا یوه هیله بښونکې خبره هم ده. په ځانگړي ډول په اروپا کې افغانانو د ټولنیزو ښېگڼو سېستم کې ډېره ښه ونډه اخېستې. د امریکا په پرتله په جرمني او فرانسې کې هغوی ډېر فوق العاده کارونه کړي دي. ځکه په امریکا کې یو ١٨ کلن افغان ته دا مهمه ښکارېده چې په راتلونکې کې د منځنۍ کچې پانگونې په پرتله په اوسمهال کې ژر تر ژره پیسې وگټي.

زما هغه د ترونو او ترورانو بچیان چې جرمني ته تللي وو، ټول د لوړې کچې ساینسپوهان، ډاکټران او د نورو علومو پوهان شوي، خو هغه د ترونو او ترورانو بچیان مې چې امریکا ته تللي، ځینو یې خپله لاره ورکه کړه.

د انځور حقوق AFP
Image caption يوازې په ۲۰۱۵ کال کې ۱۵۴۰۰۰ افغانانو جرمني کې پناه غوښتې وه.

د ویستلو فکټورونه: جگړه پر موږ تپل شوې ده. نه یوازې د بهرنیو ځواکونو د وتلو بلکې د هغوی د قراردادیانو وتلو د لوړ منځني اقتصادي پوړ یو میلیون کسان له اقتصادي څرخه وویستل. نو یو مصنوعي اقتصاد چې د دغو سرچینو په مرسته روان و، له سخت ځوړ سره مخامخ شو. او موږ په داسې یوه سیمه کې یو، چې د لوبې اصول پکې لا هم نه دي ټاکل شوي.

د بېوزلۍ هغه کچه چې موږ ته په میراث راپاتې ده، یوه مهمه مسله ده. په ۲۰۱۴ کال کې د افغانستان ۴۱ سلنه وگړو تر یو اعشاریه پینځه ویشت ډالرو کمو پیسو باندې ورځنی ژوند کاوه. نو دا ټول د دې کار د لاملونو یوه بوږنوونکې ټولگه ده.

په نړۍ کې د خلکو تگ راتگ محدود دی، خو د پانگې حرکت ازاد دی او د نظریو پر حرکت بندیز نشته. نو په داسې یوه حالت کې د ملي، سیمه ییزو او نړیوالو مسولیتونو په اړه فکر یوه داسې نظریه ده چې باید له سره پرې غور وشي او داسې بنسټونه شته چې باید د فعالولو لپاره یې هڅې وشي او په ځانگړي ډول د اسلامي تمدن او کلتور د وارثینو په توگه موږ مسولیت لرو، چې دا ټکی په زغرده روښانه کړو، چې په ډېر کم شمېر کې ځینو کسانو د یوه لوی تمدن او کلتور انځور زیانمن کړی او د اسلام له اصلي مانا نه ناخبري یوه ناسمه خبره ده، نو د دې مسلې پېچلتیا ډېره پراخه ده.

پوښتنه: په دې کې شک نشته، چې تاسې په یوه مشکل وضعیت کې یاست. خو که افغانستان له ۲۰۱۶ کاله روغ ووځي، ملگري ملتونه وايي چې دا به یو بری وبولي. ایا ستاسې ارزونه هم همدا ده؟

ځواب: موږ به بریالي شو.

پوښتنه: روغ به پاتې شئ؟

ځواب: پاتې به شو. موږ په ۲۰۱۵ کال کې هم روغ پاتې شو. ۲۰۱۵ د روغ پاتې کېدو لپاره یو ازمېښت و.

پوښتنه: خو ایا بقا داسې څه دي چې د افغانستان اندازه پرې مالومېږي؟

ځواب: نه. دا د سوریې او یمن پر تله اندازه کېږي. د اندازې دغه واحد له بده مرغه راښکته کړل شوی. خو دا د اندازې هغه واحد نه دی، چې زموږ خلک پرې ځانونه کچ کوي. دلته تله هغه نه ده، چې زموږ بهرني همکاران یې ټاکي، بلکې تله هغه ده چې افغانان یې د وضعیت د اندازه کولو لپاره کاروي. او هغه .....

پوښتنه: ډېره ټیټه ده.

ځواب: ټیټه نه ده بلکې برعکس ده.

پوښتنه: نو ولې بیا په لوی شمېر خلک له دې هېواده وځي؟

د خلکو وتون له دې کبله دی، لکه ما چې درته تشرېح کړه. موږ یوه سره تړلې ټولنه یو. موږ پخوا هم کډوالي کړې. دا لومړی ځل نه دی، چې دا خلک له یوه ځایه بل ځای ته ځي.

پوښتنه: خو دوی فکر کوي، چې په دې هېواد کې امنیتي وضعیت ښه نه دی، روزگار نشته..؟

ځواب: په ډېر درنښت، چې تکراري نه شو. دلته د راښکون یو پیاوړی فکټور وجود لري. د کورنیو نژدې اړیکې، د ټولنیزو ښېگڼو اندازه..

پوښتنه: خو تېر کال یو ١٨٠٠٠٠ افغانانو دا هېواد پریښی دی؟

ځواب: خو څومره جرمنیانو په ۱۸۷۰ یمو کلونو کې جرمني پرېښی و؟ څومره ایرلینډیانو او برتانویانو پخوا خپل هېواد پریښی دی؟ کډوالي یوه دوامداره پدیده ده.

پوښتنه: خو دا یو داسې هېواد دی، چې په تېرو١٥ کلونو کې پرې ډېره وینه او پانگه د دې لپاره مصرف شوې چې یوه باثباته ټولنه رامنځته شي؟

ځواب: هو، خو له دې لارې ځینې ډېر له اداري فساده ډک کارونه هم شوي دي، چې د لوړ پوړ ډېرو کمو خلکو ته یې گټه رسېدلې او له امله یې دا میراث راپاتې دی، چې ۴۱ سلنه خلک مو د بېوزلۍ له لیکې ښکته ژوند کوي.

پوښتنه: او دا هغه څه دي چې افغانان ورته ډېر خپه دي؟

ځواب: بالکل له همدې امله دوی زه وټاکلم او زه باید د دوی تمې پوره کړم. له همدې امله زه وایم. هغه تله چې افغانان پرې خپل حکومت اندازه کوي په پرتلیز ډول ډېره لوړه ده او دا هغه څه دي چې موږ باید پرې کار وکړو، چې خدمت وکړو.

پوښتنه: ایا دا یو په جگړه کې ښکېل هېواد دی؟

ځواب: هو، دا یو داسې هېواد دی، چې د یوې سیمه ییزې او نړیوالې جگړې ډگر گرځېدلی. موږ په جگړه کې یو، خو په کورنۍ جگړه کې ښکېل نه یو. د افغانانو ترمنځ جگړه د دې سیمه ییزې او نړیوالې جگړې یوه ډېره کوچنۍ برخه ده. القاعده له بده مرغه ژوره تللې او له سترگو پناه شوې، خو په بشپړه توگه ژوندۍ ده. دا چې داعش د خبرونو په سرلیکونو کې دی، پر القاعدې هم باید تمرکز وکړو. که نه خدای مه کړه، یو ځل بیا به مو حیران کړي. د داعش ډله دلته فعاله ده. او ډېر کرغېړن کارونه یې کړي دي. کله چې ما پر خپلې دندې پیل وکړ ما په دې اړه خبرداری ورکړی و، خو دا خبره بابیزه گڼل شوې وه.

پوښتنه: تاسې ویلي و، چې دا هېواد به د داعش هدیره شي.

ځواب: موږ به یې د داعش په هدیره بدل کړو. خو ما په ۲۰۱۴ کال کې دا خبرداری هم ورکړی و، چې د داعش گواښ حقیقي دی او باید له پامه یې و نه غورځوو. موږ به داعش وځپو او موږ بریالي هم یو.

پوښتنه: تاسې هغه مهال له پامه غورځول شوي وئ؟

ځواب: دا وخت نیسي. خو موږ پرمختگ کوو. سیمه ییزې ترهگرې شبکې، لکه د ختیځ ترکستان په نامه چینايي ډله، چیچنایان، د ازبکستان ډلې. په دې سیمه کې ډېر لږ داسې هېوادونه دي، لکه ایران او ترکمنستان چې موږ ته خپلې ناراضي ډلې نه راصادروي. او په ځانگړي ډول د منځني ختیځ ډلې هم دي. او موږ د منځني مهال بل گواښ دا هم لرو، چې په ډېر لوی شمېر کې پاکستاني طالبان زموږ هېواد ته راځي. دا یوه مهمه مسله ده. او بله مهمه مسله د افغانستان او پاکستان خپلمنځي اړیکې دي.

پوښتنه: ایا تاسې احساس کوئ، چې نړیوالې ټولنې مو لاسنیوی نه دی کړی؟

ځواب: نه، بلکې برعکس.

پوښتنه: په دغه هېواد کې میلیاردونه ډالر لگول شوي. او تاسې هم دا منئ چې دا یو په جگړه کې ښکېل هېواد دی. نو بیا ولې اروپایان افغانان بېرته راگرځوي او وايي چې دا اقتصادي کډوال دي او اروپا ته د جگړې له امله نه، بلکې د بېوزلۍ له امله ورځي؟

ځواب: اروپا د دغه بهیر مخه ډپ کوي.

پوښتنه: او يواځې افغان کډوال په دې لړ کې په گوته کوي.

ځواب: نه هغوی سوریان او نور هم په په دې لړکې په نښه کړي. د کډوالو په تړاو د اروپا ټولنیز تړون په داسې یوه وخت کې رامنځته شوی او قانون گرځول شوی و، چې د ازادۍ پالنې او ټولنیزو ښېگڼو د عروج او پیاوړتیا دور و. خو پر هغه ماډل اوس له بده مرغه له سره خبرې اترې کېږي.

پوښتنه: ډېر نیوکه کوونکي وايي، چې تاسې دا د اقتصادي کډوالۍ ټکی هڅوۍ چې گوندې خلک مو له هېواده د جگړې له امله نه، بلکې د بېوزلۍ له کبله تښتي.

ځواب: زه دا خبره نه هڅوم. دا د اروپايي قوانینو او محکمو خبره ده. د اروپا محکمې په دې اړه پرېکړې کوي، چې کومه خبره څومره مشروعیت لري. هغوی خپل قضايي سېستم لري. دا خیالي خبره نه ده. زه اروپايي قوانینو، اصولو او کنوانسیونونو ته د بشپړې غاړې ایښودنې غوښتنه کوم. خو په عین وخت کې، اقتصادي کډوال هم شته.

پوښتنه: خو په دې هېواد کې داسې خلک هم شته، چې د ځاني خطر له کبله تښتي. په تېر کال کې په دې هېواد کې ١١٠٠٠ کسان وژل شوي دي.

ځواب: موږ باید ځان پوه کړو. کله چې هېټلر په ۱۹۴۱ کال کې د واک په لوړو کې و، ایا تاسې د برېتانیا له خلکو وغوښتل، چې هېواد پرېږدي؟ لطفا په دې پوه شئ، چې موږ ژمنتیا ته اړتیا لرو. ۵۴۹ تنه ځوانان له پوځي اکاډمۍ فارغ شول. په دوی کې ۱۳ تنه مېرمنې دي. هغوی دا ژمنتیا ښيي، چې د دې هېواد دفاع به کوي. نور چې موږ پرې سلگونه میلیونه ډالر لگولي، له لږ فشار سره تر مخامختیا وروسته غواړي چې هېواد پرېږدي. که غواړئ چې هېواد ولرئ، باید اراده ورته ولرئ.

Image caption افغان ولسشمر وايي "پاکستان ته مو ویلي چې زموږ ترمنځ نااعلان شوې جگړه روانه ده او موږ یې ختمولو ته اړتیا لرو".

پوښتنه: خو دا کم فشار نه دی. تېر کال د تاوتریخوالي له پلوه تر ټولو ناوړه و.

ځواب: خو بل ځای تر دې ښه دی؟

پوښتنه: داسې ښکاري چې دوی همداسې فکر کوي. او دوی ډېر خطرناک سفر هم کوي.

ځواب: هغوی دا سفر په داوطلبانه ډول کوي. هغوی له ١٠ زرو تر ٣٠ زرو ډالر ورکوي. دوی د دغه سفر لپاره خپلې کورنۍ له بېوزلۍ سره مخامخوي، ځکه د دوی دا سفر د ناسمو فرضیو پر بنسټ تر سره کېږي. د ټاکل شوي ولسمشر په توگه زما مسولیت دا دی، چې دا یقیني کړم چې زما د خلکو دفاع به کېږي او هر هغه چا ته به مساوي فرصتونه برابرېږي چې دلته د پاتې کېدو لپاره ژمنتیا ښيي. هغه نور هم افغانان دي، خو دا یې په خپله خوښه پرېکړه کړې، چې هېواد به پرېږدي. کله چې دوی هېواد پرېږدي، ټولنیز تړون ماتوي. په دې خبره باید ځان پوه کړو.

پوښتنه: ایا تاسې د اروپایانو له فشار سره مخامخ یاست؟ ځینې ډاگیز شوي رپوټونه ښيي چې اروپايي ټولنه له دغه هېواد سره د مرستو د کمولو گواښ کوي.

ځواب: هغوی د مرستو د کمولو گواښ نه دی کړی. دا اوازې دي. د مرستو د کمېدو هېڅ خبره نه ده شوې. موږ له اروپا سره ډېرې ښې خبرې اترې لرو.

پوښتنه: د دې موضوع په اړه هغوی ستاسې له حکومت سره کار کول مشکل گڼي.

ځواب: اوازې یوه خبره ده. زه له ټولو اروپايي مشرانو سره ډېرې ښې اړیکې لرم. په هغوی کې یوه هم زه مشکل نه یم بللی. او نه یې راباندې فشار راوړی. نه یې د مرستو په کمولو گواښلی یم.

پوښتنه: قوانین او مقررارت چې تاسې یې یادوئ، په هغوی کې د خوندي سیمو یادونه کېږي. هغه خوندي سیمې چېرته دي؟ زه په کابل کې ایمرجنسي روغتون ته ورغلې یم. په تېر کال کې یوازې دغه روغتون ته ٣٠٠٠ کسان ور وړل شوي دي. خلک هرې خوا ته وژل کېږي.

ځواب: بیا هم غواړئ چې تاسې تکرار وکړئ، کولای شئ. خو اجازه راکړئ چې مهم ټکي ته راشم. موږ تر برید لاندې یو. ایا د ساه اخېستو او ژوند کولو د حق لپاره باید ودرېږو او که نه کډه بار کړو او لاړ شو؟ دا یو وجودي غوراوی دی. هېوادونه په دې روغ نه پاتې کېږي، چې غوره خلک یې د تېښتې هڅه وکړي. نو زه په دې برخه کې خواخوږي نه لرم. زما موخه دا ده، چې دا باوري کړم، چې زما خلک له عزت، هیلې او هوډ سره ژوند وکړي. موږ باید د گواښونو پر وړاندې ودرېږو. دا گواښونه ریښتیني دي. زما ژوند هره ورځ ورسره مخامخ دی. زه د افغانستان بېلابېلو برخو ته ځم.

پوښتنه: خو تاسې داسې خوندیتوب لرئ، چې نور افغانان یې نه لري.

ځواب: تاسې فکر کوئ، چې کله درباندې توغندي وتوغول شي، تاسې یې پر وړاندې خوندیتوب لرئ؟ کله چې درباندې بمي بریدونه وشي، خوندیتوب لرئ؟ که ما هغسې فکر کولای، په ارگ کې به خوندي ناست وای او هېڅکله به بیرون نه وتلای. خو زه په پرله پسې ډول بهر وځم. زما هېڅ حرکت له گواښه خالي نه دی. موږ ټول له گواښ سره مخامخ یو. دا خبره ده، چې یا خو زموږ د ټولو لپاره امنیت شته او یا د ټولو لپاره نشته. نو دا یو وجودي او اخلاقي غوراوی دی. زه پر خلکو ملامتیا نه اچوم.

پوښتنه: نو بیا ولې تاسې داسې فکر نه کوئ، چې نړیوالې ټولنې تاسې له ناکامۍ سره مخامخ کړي یاست؟

ځواب: نړیواله ټولنه زما همکاره ده.

پوښتنه: او لا هم دا هېواد په داسې وضعیت کې دی.

ځواب: تاریخ د تاریخپوهانو کار دی. زما دنده دا ده، چې له نړۍ سره خپلې اړیکې ورغوو او لا یې پیاوړې او ژورې کړو، ځکه چې موږ یوه بل ته اړتیا لرو. دا د سیاستوالۍ کړنه ده. دا هغه زړورتیا ده چې اړتیا ورته لیدل کېږي، چې له دغه سخت وضعیت نه د وتلو لپاره یوه لاره ولټوو، نه دا چې ځان پکې ډوب کړو. پر یوه بل د پړې اچول به څه راکړي؟ که موږ پر نړۍ پړه واچوو، څه تر لاسه کولای شو؟ گڼ داسې ځایونه دي، چې د نړۍ پام ځان ته غواړي. او موږ باید خپلو ستونزو ته پخپله پام وکړو.

پوښتنه: تاسې فکر کوئ هېواد مو له یاده هېر کړل شوی دی؟

ځواب: نه، بلکې بر عکس. وگورئ، تېر کال زموږ له هېواد سره د نړۍ ژمنتیا د نهو میاشتو لپاره وه. ولسمشر اوباما خپل ملت ته پر ژمنتیا د بیا کتنې له لارې له نوې ژمنتیا سره رامخته شو او دا کار یې د یوه نړیوال مشر په توگه یوه ډېره زړوره پرېکړه وه. د ناټو مرستندویه ماموریت د یوه کال لپاره و، خو اوس د منځمهالې ژمنتیا خبره ده. موږ هېر شوي نه یو. هغه څه چې موږ کولای شو، دا دي چې نړۍ زموږ هېرولو ته اړباسي. که موږ د خپلو کړنو مسولیت و نه منو، نړۍ دې هېواد ته سمون نه شي راوستلای، یوازې موږ یې کولای شو. نړۍ زموږ بېوزلۍ نه شي ورکولای، یوازې موږ یې کولای شو.

پوښتنه: تاسې به په دغه هېواد کې خلکو ته روزگار څنگه برابروئ؟

ځواب: زموږ تر ټولو لویه ستونزه دا وه چې موږ پیسې نشوې مصرفولای. تېر کال ما سرچینې نه درلودې. خو ما د ټولو پروژو او دوسیو ارزونه وکړه او ډېرې داسې پیسې مې په خوځښت راوستې، چې تړل شوې وې، حرکت یې نه کاوه. سږکال موږ د خلکو د بنسټیزو اړتیاو پوره کولو باندې تمرکز کوو. ما د اوبو د سرچینو، غنمو او د مېرمنو پر اقتصادي ودې په دې لنډ وخت کې دومره وخت لگولی او خبرې اترې مې پرې کړې، چې په تېرو ١٥ کلونو کې پرې دومره بحث نه دی شوی. د خلکو بنسټیزې اړتیاو ته پام تر ټولو مهمه چاره ده. زموږ غمیزه دا ده، چې زموږ هېواد ډېر بډای دی، خو اوسېدونکي یې ډېر بېوزلي خلک دي.

د انځور حقوق BBC Monitoring
Image caption ښاغلى غني وايي "داعش ته مو ماته نه ده ورکړې، خو ډېر ژور مو ټپیان کړي. ننگرهار به د دوی هدیره وي".

پوښتنه: موږ پر ټولو هغو گواښونو خبرې وکړې چې دا هېواد ورسره مخامخ دی. تاسې ډېری وختونه دلته د اسلامي دولت په نامه ډلې د شتون په اړه خبرې کړې. که په دې اړه لږ نور وغږېږئ.

ځواب: داعش یو گواښ دی. ځکه د دوی د مفکورې له مخې، د قیامت په درشل کې دوی له داسې یوه پوځ سره مخامخ دي، چې پیل یې له افغانستانه کېږي. بله خبره دا ده، چې دوی څلور پړاوه لري. تنظیمېدل، عیارېدل، پرېکړه کول او عمل کول. او تېر کال چې ما شننه وکړه، مخکې له دې چې دوی پرېکړې او عمل ته چمتوالی نیوه، موږ ورسره مخامخ شو. خو هغه پراخ کار چې موږ ته را تر غاړې و، موږ یې پر نورو گواښونو تمرکز کولو ته اړ کړو او له دې لارې دوی ته فرصت برابر شو. دوی په ځانگړي ډول په ننگرهار کې ځینې بوږنوونکي کارونه کړي دي. او دې موږ ته دا وړتیا راکړې، چې د دوی پر ضد په بشپړ ډول د خلکو په پراخ ملاتړ فعالیت وکړو.

پوښتنه: تاسې ویلای شئ، چې په افغانستان کې مو داعش ته ماتې ورکړې؟

ځواب: نه، خو ډېر ژور مو ټپیان کړي دي. او ننگرهار به د دوی هدیره وي. موږ دې ته ډېر نژدې یو، چې له هغه ځایه دوی ختم کړو. خو دا شبکې دي. شبکو ته په یوې پرېکنده نښتې کې ماتې نه ورکول کېږي.

پوښتنه: طالبان ولې اوس په افغانستان تر بل هر وخت ډېر پیاوړي دي؟

ځواب: ځکه چې د هغوی د ملاتړ سیمه ییزه شبکه پر ځای پاتې ده.

پوښتنه: نو ایا پاکستان دوه مخې لوبه کوي؟

ځواب: په دې اړه به قضاوت نور خلک کوي.

پوښتنه: خو د دې هېواد د ولسمشر په توگه تاسې فکر کوئ چې هغوی دوه مخي کوي؟

ځواب: موږ له پاکستان سره په اړیکه کې یو. موږ ستونزه روښانه کړې. تېر کال پاکستان ته زما له سفر راهیسې ما ویلي، چې زموږ تر منځ یوه نا اعلان شوې جگړه ده. او موږ د دې دښمنۍ ختمولو ته اړتیا لرو. موږ پر کاغذ تر څلور اړخیز بهیر پورې په دې برخه کې مهم پرمختگ کړی. اوس به موږ گورو چې دې ژمنو باندې عمل کېږي او که ستاسې په وینا دوه مخې لوبه روانه ده.

پوښتنه: دا چې طالبانو گڼې سیمې تر خپلې ولکې لاندې راوستې، دوی څه اړتیا لري چې خبرو ته کیني؟

ځواب: ځکه چې هغوی ډېر درانه زیانونه لیدلي.

پوښتنه: خو بیا هم هغوی په افغانستان کې ډېر پیاوړي دي.

ځواب: په دې کې د پوښتنې ځای نشته، خو موږ هم پیاوړي یو.

پوښتنه: خو افغان پوځ له سترو ننگونو سره مخامخ شوی. هلمند یې یوه بېلگه ده.

ځواب: بلجیم په یاد کړئ، فرانسه په یاد کړئ، لندن په یاد کړئ. د سېپتمبر د ١١مې پېښه په یاد کړئ. ځان پوه کړئ. لطفا له پوره ارزونې مخکې ټوپ مه وهئ. په هر ځای کې چې طالبانو لاس ته راوړنې درلودلې، بېرته مو په شا کړي دي.

پوښتنه: هېلمند کې څنگه؟

ځواب: د هېلمند په گډون. ایا هغوی د هېلمند په مرکز کې دي؟

پوښتنه: داسې اندېښنې شته، چې د طالبانو لاسونو ته به سقوط وکړي.

ځواب: اندېښنې یو شی دی. زه پر واقعیتونو خبرې کوم، تاسې افسانوي خبرې کوئ. په ډېر احترام باید ووایم چې تاسې د هغو خلکو خبرو ته انعکاس ورکوئ، چې د مېزونو تر شا ناست دي.

پوښتنه: موږ د پوځ خبره کوو. ستاسې یوه پوځي د مرستې غوښتنه کړې وه.

ځواب: موږ له یوې پېچلې جگړې سره مخامخ یو. کله چې ما د ولسمشر په توگه کار پیل کړ، یوه کس هم دا باور نه درلود، چې د افغانستان پوځ به د نیمايي افغانستان له لاسه ورکولو پرته تر ننه ټینگ ولاړ وي.

د دښمن ستراتیژیک هدف دا و، چې د افغانستان سیاسي جغرافیه تعریف کړي. په هغې کچ زموږ په اړه قضاوت وکړئ. موږ د هغوی مخنیوی کړی. دلته دوه سیاسي جغرافیې نشته. هو موږ په جگړه کې یو، خو موږ زده کړه کړې او موږ د دغه هېواد د دفاع لپاره چمتو یو.

پوښتنه: د خپل هېواد د راتلونکي لپاره مو هیله څه ده؟

ځواب: زموږ هېواد باید یو ځل بیا د تړاو مرکز وگرځي. په اسیا کې د زرگونو کلونو لپاره موږ د تړاو ځای وو. موږ د نښلونې مرکز وو. دا داسې یو ځای و چې لوېدیځ پکې له ختیځ او شمال پکې له سوېل سره یو ځای کېده. او هیله مو ده چې په داسې یو ځای بدل شو، چې خلک مو پکې پرمختگ وکړي. موږ هوډمن او خواریکښ خلک یو. موږ غواړو چې له هغې انرژۍ گټه واخلو چې زموږ مېرمنې، ځوانان، ماشومان، مشران، هنرمندان، موسیقي پوهان او شاعران یې لري. له دې لارې به د ژوند، فرصتونو او تړاو خوښي ونمانځو.

پوښتنه: او خلک مو باید هېواد پرېنږدي، باید دلته پاتې شي او خپل هېواد ورغوي؟

ځواب: بالکل، ځکه د کډوالو په توگه به هغوی تل د ټولنې دویم پوړ وي. او دا موږ ته یو غوراوی دی، چې داسې یو هېواد ځان ته رغوو، چې ټول پکې د لومړي پوړ خلک یو او که نه، له هېواده وځو. تاسې خلک ملامتولای نه شئ. خو هر غوراوی پایلې لري.

ولسمشر غني ډېره مننه.

ستاسې مننه کوم!