تخار: معلولانو او د جګړې قربانيانو د کورنیو غړيو لاريون کړی

د افغانستان په شمالي ولایت تخار کې لسګونه معلولو کسانو د خپلو حقوقو نه ترلاسه کولو په اعتراض لاریون وکړ.

اعتراض کوونکي وايي، یو شمېر معلولان او د شهیدانو د کورنیو غړي چې شمېر یې په دې ولایت کې ۲۰۰۰ کسانو ته رسېږي، له درېیو کلونو راهیسې خپل حقوق نه دي ترلاسه کړي.

هغوی د حکومت پر ضد شعارونه ورکول او د تالقانو ښار په اصلي څلورلاري کې یې د اعتراض په ډول خیمه درولې ده.

د تخار د کار، ټولنیزو چارو، شهدا او معلولینو اداره د دغو کسانو اعتراض پر ځای بولي، خو وایي، تر یوې میاشتې به د هغوی حقوق ورکړل شي.

لاريون کوونکي وایي، نژدې درې کاله کېږي چې د هغوی میاشتنۍ تنخواه د حکومت له خوا نه ده ورکړل شوې. په لاریون کوونکو کې ځېنې ښځې هم لیدل کېږي.

یوه لاریون کوونکي تاج الدین قاضي زاده بي بي سي ته وویل ''که چېرې زموږ تنخواوې رانه کړل شي زموږ اعتراض به د یوې ورځې لپاره نه، بلکې د لسو ورځو لپاره وي، دلته خېمې وهو، اوس مو خپل کسان استولي چې فرشونه او نور شیان راوړي او په دې څلور لارې کې تر هغو پورې خېمې ودروو چې دولت موږ ته مثبت ځواب نه وي راکړی، موږ له دې ځایه نه ځو او څلورلای به تړلی وي''.

ځينې لاريون کوونکي د کار او ټولنیزو چارو ادارې چارواکي په بې کفایتۍ تورنوي. دوی وایي، نژدې څلور کال کېږي چې دا اداره د سرپرست له خوا کنټرولېږي.

سیمه ییز چارواکي مني چې د بودیجې د کموالي له امله نه دي توانېدلي د معلولینو او د شهیدانو ورثه وو حقوق ورکړي، خو وایي تر یوې میاشتې به د هغوی حقوق ورسوي.

د تخار ولایت د کار ټولنیزو چارو، شهدا او معلولینو ریاست مشر حبیب الله رایفي وايي، ''دا چې د دوی تنخواوې ولې نه دي ورکړل شوې، یوازې د تخار ولایت مسله نه ده، بلکې کابو د ټول افغانستان مساله ده."

نوموړی يې لامل د پيسو نشتوالی او د کارو او ټولنيزو چارو وزات ته په وخت پيسې نه رسېدل بولي، ښاغلي رايفي وايي "دا د دوی منل شوی حق دی خو رسمي کړنې بايد ژر ترسره شي".

د رسمي شمېرو له مخې، په تخار ولایت کې نژدې ۱۰ زره معلولین او د جګړو د قربانیانو د کورنیو غړي شته چې هر یوه ته یې د دولت له خوا په کال کې ۶۰ زره افغانۍ ورکول کېږي.

لاریون کوونکو د تخار په لویې څلورلارې کې د اعتراض په ډول خیمه ودروله او خبرداری یې ورکړ چې تر څو یې غوښتنې و نه منل شي، خپلو اعتراضونو ته به دوام ورکړي.

ورته مطالب