"عمري عمليات يواځې تبليغات دي"

د انځور حقوق

د افغانستان د پوځ لوی درستیز ،جنرال قدم شاه شهیم، ویلي، د 'عمري' عملیاتو د پیلېدو په تړاو د طالبانو وروستۍ خپره شوې ویناپاڼه ښيي چې دغه ډله د قوماندې د یوموټی والي له "نشتوالي" سره مخامخ ده.

د وري/ حمل پر ۲۴مه، طالبانو یوه خبرپاڼه خپره کړي او په ټول هېواد کې یې د 'عمري' عملیاتو د پیلېدو خبره کړې وه.

طالبانو ویلي وو، دا خبرپاڼه د طالبانو د رهبرۍ شورا له خوا خپره شوې ده.

جنرال شهیم کابل کې خبریالانو ته وویل، تېر کال د طالبانو د مشرتابه له یوه مرکزه اعلامیه خپره شوه، خو سږ کال دا خبرپاڼه د یوې شورا له خوا خپره شوې ده، چې ښيي طالبان د همغږۍ، مشروعیت او د قوماندې د یووالي له نشتوالي سره مخامخ دي.

ښاغلي شهیم د طالبانو دا اعلامیه تر ډېره د جنګي تبلیغاتو یوه وسیله وبلله. دا خبره ارګ او د کورنیو چارو وزارت هم د اعلامیې د خپرېدو پر ورځ کړې وه.

د افغان پوځ د لوی درستیز په وینا، تېر کال هم طالبانو د هېواد د ځینو سیمو نیولو هڅه وکړه، چې په وینا يې بریالي نه شول، خو طالبان ادعا کوي، چې د هېواد په سوېل کې یې ځینې سیمې نیولې دي.

که څه هم د افغان پوځ دغه جګپوړی چارواکی ادعا کوي، چې سږ کال به طالبان د هېواد هېڅ سیمه ونه شي نیولی، خو طالبان په خپلو اعلامیو کې د ځینو سیمو د نیولو ادعاوې کوي.

قدم شاه شهیم وویل، پاکستان د افغانستان لپاره ښه ګاونډی نه دی، ځکه چې دده په ټکو همالته د افغان طالبانو مرکزونه دي.

نوموړي يوځل بيا دا ادعا تکراره کړه چې "دافغان طالبانو مشران په کوټه، پېښور او میرانشاه کې مېشت دي او له هماغو ځایونو پرېکړې کوي.

خو پاکستان څو ځلې دا رد کړې چې ګني دوی د طالبانو ملا تړي.

جنرال شهیم زیاته کړه د 'اسلامي دولت' په نامه ډلې د فراه ولایت انار دره او زابل کې د مرکز جوړولو هڅه وکړه، چې په وینا یې افغان ځواکونو یې دا پلان شنډ کړ او اوس دغه ډله یوازې د ننګرهار ولایت ځینو سرحدي سیمو ته ایساره شوې ده.

ورته مطالب