د تخار نښته کې د ولایتي شورا غړی او ۳ نور کسان وژل شوي

عین الدین رستاقي
Image caption په پېښه کې وژل شوی عین الدین رستاقي د دوو پړاوونو لپاره د تخار د ولایتي شورا غړی و.

د تخار ولایت د ولایتي شورا غړي اړوندو کسانو او د ولسي جرګې د یوه مخکیني غړي د وسله والو ترمنځ په نښته کې د ولایتي شورا د یوه غړي په ګډون څلور کسان وژل شوي.

د تخار د عامې روغتیا مشر بي بي سي ته وویل، د چارشنبې په مازدیګر د څلورو کسانو مړي او څلور ټپیان د رستاق روغتون ته وړل شوي.

د تخار د عامې روغتیا مشر حفیظ الله صافی وايي د ټپي شویو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی، له دې کبله یې د تخار مرکز تالقانو مرکزي روغتون ته ولېږدول.

په وژل شویو کې عین الدین رستاقي د تخار د ولایتي شورا غړی و، چې له اسلامي جمعیت ګوند سره یې تړاو درلود.

ویل کېږي نوموړي په تېر کې د ملي اسلامي جنبش له قومندان پیرم قل ضیايي سره، چې وړاندې د ولسي جرګې غړی هم و، یولړ اختلافونه لرل.

که څه هم د تخار ولایت سیمه ییز چارواکي له پېښې وروسته وضعیت آرام بولي خو تخار کې د بي بي سي خبریال مبین غفوري وايي، د رستاق عیني شاهدانو ویلي، نژدې ۳۰۰ وسله وال دا مهال په دې ولسوالۍ کې سره راغونډ شوي دي.

نښته د رستاق ولسوالۍ په ودانۍ کې شوې ده.

عیني شاهدانو دا هم ویلي، د نښتې له پیلېدو او د یوه وسله وال له وژل کېدو وروسته، عین الدین رستاقي له خپلو ساتونکو سره د رستاق د قومندانۍ ودانۍ ته ولاړ خو قومندانۍ کې وسله والو پر هغوی ډزې وکړې او ښاغلی رستاقي یې وواژه.

تر اوسه روښانه نه ده چې دغو کسانو پر څه شي لانجه کړې چې خبره د ماشې تر کشولو ورسېده، خو سیمه ییز چارواکي وايي، د پېښې د څېړنې لپاره یې یو پلاوی ټاکلی دی.

ورته مطالب