زاخېلوال: پاکستان، طالبان د سولې خبرو ته راوستلی شي

Image caption د زاخېلوال په خبره، طالبانو د پسرلنیو عملياتو د اعلانولو خپل هدف لاره، ځکه يې له سولې سره لېوالتیا کمه وښوده.

پاکستان کې د افغانستان سفیر ډاکټر حضرت عمر زاخېلوال وايي، پاکستان لا هم پر طالبانو نفوذ لري او همدا نفوذ يې د سولې لپاره په روانو هڅو کې وکاراوه، خو لاهم نه دی بریالی شوی.

حضرت عمر زاخېلوال له بي بي سي سره په يوې ځانګړې مرکې کې وویل، دوی هیله من دي، چې پاکستان به خپل دا نفوذ بیا هم ددې لپاره وکاروي، چې طالبان د سولې خبرو ته راولي او په افغانستان کې تلپاتې سوله رامنځته شي.

د زاخېلوال په خبره، طالبانو د پسرلنیو عملياتو د اعلانولو خپل هدف لاره، ځکه يې له سولې سره لېوالتیا کمه وښوده.

د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو لپاره د څلور اړخیزو غونډو پنځمه غونډه چې ګومان کېده، د روانې اپريل مياشتې په وروستۍ اونۍ کې به وشي، عمر زاخېلوال وايي، نېټه يې لاهم نه ده مالومه.

په اسلام آباد کې د افغانستان سفیر زیاته کړه، طالبان نه غواړي، چې د خبرو له لارې روانې ناامنۍ ته د پای ټکی کښېښول شي، ځکه چې دده په ټکو که يې غوښتلی نو بریدونه به يې کم کړي وای.

کابل چې تل يې اسلام آباد د طالبانو لوی ملاتړی او روزونکی بللی، په دې وروستيو کې يې د چين او امريکا په منځګړیتوب کې له اسلام آباد سره طالبانو ته د سولې د خبرو لپاره غاړه اېښې.

خو په ورته وخت کې چې د سولې لپاره همدا هڅې روانې دي، طالبانو او افغان دولت دواړو د یوه بل پر ضد د تازه علمياتو اعلانونه کړي. زاخېلوال همدې ته په پام سره وویل؛ افغان دولت د سولې لاس د افغانانو د لويې هیلې په توګه مخالفینو ته غځولی، خو مخالفینو يې تل د سولې پر ځای له جنګ سره علاقه مندي ښوودلې.

د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو د لارې نقشه نهايي کولو لپاره د چین، امریکا، پاکستان او افغانستان هېوادونو د استازو همدا څلور اړخیزې غونډې د روان مېلادي کال په دویمه اونۍ کې له اسلام آباده پيل شوې، چې لومړنۍ غونډه يې د جنورۍ پر ۱۱مه په اسلام آباد کې، دومه غونډه يې د جنورۍ په ۱۸مه په کابل کې، درېيمه د فبرورۍ په ۶مه په اسلام آباد کې او څلورمه غونډه د فبرورۍ په ۲۳مه نېټه په کابل کې شوې وه.

د انځور حقوق
Image caption د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو د لارې نقشه نهايي کولو لپاره د چین، امریکا، پاکستان او افغانستان هېوادونو د استازو همدا څلور اړخیزې غونډې د روان مېلادي کال په دویمه اونۍ کې له اسلام آباده پيل شوې،

ورته مطالب